مجیب الرحمن نن د مارچ ۲۸مه ۱۷ کلن شو

 

د افغانستان د ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی مجیب الرحمن د مارچ په ۲۸مه ۱۷ کلن شو.

مجیب وایي دوولس کلن و چې کرېکټ یې پیل کړ.

لومړی یې په ټېپ توپ کرېکټ پیل کړ او ډېر وخت به یې په دې تېراوه چې څنګه توپ سوینګ یا را تاو کړي.

دی وایي په یوټیوب به یې د سونیل ناراین، اجینتا منډیس او اشوین ویډیوګانې لیدلې چې توپ څنګه نیسي او څنګه یې اچوي.

نوموړی په کمو لوبو او کم عمر کې د ښې توپ اچونې له امله سږ کار د هند ای پي ایل سیالیو ته د کینګز الیون پنجاب لوبډلې لخوا د څلور کروړه هندي کلدارو په بدل کې اخیستل شوی.

اشوین چې دا یې د بال نه متاثره وو او د همدې لوبډلې لوبډلمشر دی.

اشوین د مجیب په هکله په دې وروستیو کې وویل(( زه له مجیب ډېر اغېزمن شوی یم، په هکله مې یې ښه شیان اوریدلي او هیله مند یم چې له ده به د توپ اچولو لارې چارې زده کړم))

مجیب چې کله په خوست کې له کرېکټ سره د لومړي ځل لپاره بلدېدو، نو دا به یې په خوب کې هم نه ورتېرېده چې د چا له ویډیو لیدلو چې دی توپ اچول زده کوي، هماغه کس به یوه ورځ د ده د توپ اچولو ستاینه کوي او غواړي له ده یې نور ډولونه زده کړي.

مجیب وایي د شاوخوا ۱۲ کلونو و چې لېګ برېک، اف سوېنګ او چټک توپ اچول یې زده کړي وو.

مجیب په ۱۵ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۳۵ او په دوه شل اوریزه نړیوالو لوبو کې یې دوه ویکټې اخیستي.

د نوموړي ښه توپ اچونه د زیمبابوۍ خلاف وه، چې د پنځه ویکټو اخیستلو په بدل کې ۵۰ منډې ورکړې او تر ټولو ځوان لوبغاړی شو، چې په یوه لوبه کې پنځه ویکټې اخلي.

ده په دې ویکټو سره د پاکستان د چټک توپ اچونکي وقار یونس ریکارډ هم مات کړ.

اوس مجیب د ۲۰۱۸ ای پي ایل لوبو ته سترګې په لار دی، دا لوبې د اپریل په ۷مه پیلېږي.

د مجیب ځدراڼ لوبډله د اپریل په اتمه له کلکته نایټ رایډرز سره لوبه لري.