د لس اوریز لیګ په ۹مه لوبه کې پښتون لوبډلې سیندیز لوبډلې ته د ۱۳۸ منډو هدف ورکړ.
پښتون لوبډلې ته شفیق الله شفق په ۱۶ بالونو د ۴ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته ۴۵ منډې وکړې.
سیندیز لوبډلې په ۱۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۹ منډې وکړې او لوبه یې د ۸ منډو په توپیر وبایلله.
دوی ته سمیع الله شینواري ۸ منډې وکړې، خو پښتون لوبډلې ته شرف الدین اشرف په ۲ اورونو کې د ۲۲ منډو ورکولو په بدل کې یوه ویکټ واخېسته.
په لسمه لوبه کې پنجاب لیجنډز لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره بنګال ټایګرس لوبډلې ته د ۷۸ منډو هدف ورکړ.
ټایګرس محمد نبی عیسی خېل یو اور وکړ او د ۱۳ منډو په ورکولو سره یې یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو مجیب الرحمن په دوه اورونو کې ۱۱ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.
ټایګرس لوبډلې یاد هدف ۶ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په زیان سره پوره کړ، محمد نبي عیسی خېل ۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.
لیجنډز ته ظاهر خان په دوه اورونو کې د ۲۱ منډو ورکولو بدل کط یوه ویکټ واخېسته.
د دې لوبې غوره لوبغاړی مجیب الرحمن وټاکل شو، په روانو لس اوریزو سیالیو کې دا څلورم افغان لوبغاړی شو، چې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کوي.
له دې وړاندې محمد شهزاد، ظاهر خان او حضرت الله ځاځي هم د خپلو لوبډلو لپاره ښې لوبې کړې وې او جایزه یې ترلاسه کړې وه.
د دې سیالیو په لړ کې به نن ۷ بجې کیرالا کینګز لوبډله د راجپوټ لوبډلې سره او ۹ بجې او ۱۵ دقیقې به ماراتا عربینز لوبډله د نارترن واریورز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.
خبریال : نصرت الله عمرزی