د هېواد د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر سر معامله وکړي.
محب زیاتوي دغه ځواکونه به د هغه چا پر ضد جګړه کوي، چې د خلکو او حکومت په وړاندې وسله پورته کوي.
د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب، دغه څرګندونې د کورنيو چارو وزارت د سرپرست مسعود اندرابي د معرفي کولو په مناسبت په جوړه شوې ناسته کې کړې دي.
د ملي امنيت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د حمدالله محب له قوله لیکل شوي، هر هغه څوک چې د خلکو او حکومت په مقابل کې وسله پورته کوي، زموږ دښمنان دی او موږ د خپلو دښمنانو پر ضد په مېړانه جګړه کوو.