محسن داوړ او علي وزیر ته اجازه ورکړل شوې، چې کابل ته سفر وکړي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د پښتون ژغورنې غورځنګ دوو مخکښو غړو علي وزیر او محسن داوړ ته بېرته اجازه ورکړې چې کابل ته سفر وکړي. پرون تر غرمې وروسته دواړه له هوایي ډګره ویستل شوي وو اجازه نه وه ورکړل شوې، چې افغانستان ته راشي او د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې ګډون وکړي. محسن داوړ او علي وزیر افغانستان ته له راتګه تر منع کېډو وروسته له هغو خلکو مننه کړې، چې دوی ته د درناوي په موخه افغانستان کې په تمه وو.