محسن داوړ او علي وزیر د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه ارګ ته ورسېدل

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ غړي علي وزیر او محسن داوړ د ولسمشر محمد اشرف غني په مراسمو کې د ګډون لپاره ارګ ته ورسېدل.

تمه ده چې ولسمشر غني نن ولسمشرۍ لوړه وکړي او دغو مراسمو ته زرګونه داخلي او بهرني استازي او چارواکي رادعوت شوي دي.