محسن داوړ وایي، د افغان حکومت له ګډون پرته د سولې خبرې بې مانا دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ وایي، له طالبانو سره د سولې خبرې پرته له افغان حکومت بې مانا دي.

له کله چې د پاکستان د بهرنیو چاور وزیر شاه محمود قریشي د طالب مشرانو سره په اسلام اباد کې ملاقات کړی دی د دې لېدنې په غبرګون کې له وزیرستان نه د پارلمان استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ وایي، پاکستان حکومت ته پکار وه چې د طالبانو پرځای د افغان حکومت سره د سولې لپاره  کار وکړي.