محصلینو ته ځینې مشورې

۱- شاګردان باید اول خپل مسٔولیتونه ښه درک او بیایې په ښه توګه اجراء کړي. شاګردان باید له خپل ژوند او له خپلې آیندې سره لوبې ونکړي.

۲- شاګردان باید یو منظم درسي پلان ولري او د هغه پلان له مخې خپل درسونه ووایي.

۳- شاګردان باید د لکچر موضوع د صنف څخه مخکې ولولي او هغه نقطې چه دوی په هغه کې مشکل لري، باید یاداښت کړي او هغه د لکچر په وخت کې له استاده پوښتنه وکړي، او خپل ځان ښه پرې پوه کړي.

۴- شاګرد باید په سوال کولو ونه شرمیږي، او هر وخت د ځان د پوهولو د پاره له استاده پوښتنه وکړي، او هېڅکله داسې فیصله ونکړي چې زه به له استاده پوښتنه نکوم. ځینې شاګردان چې کله له استاده په ښه توګه د سوال ځواب تر لاسه نکړي او یا استاد ښه رویه ورسره ونکړي، نو بیا له ځانه سره وایي چې زه به بیا له دغه استاده هېڅکله پوښتنه نکوم، نه، داسې مه کوئ، او تاسې خپلو پوښتنو ته دوام ورکړئ. ډېر کم استادان شاید له شاګردانو سره ښه رویه ونکړي، چه ترڅو وکولای شي چې د شاګردانو له پوښتنو څخه ځانونه خلاص کړي.

۵- شاګردان باید پوره لازم خوب وکړي، مناسب خواړه وخوري، مناسب د درس ځای ولري، او لازمه تفریح ولري.

۶- شاګردان باید کوښښ وکړی چې خپل ګران وخت په خوشې خبرو تېر نکړي، او په هغه شیانو ځان مصروف نکړي چې هغه دده اصلي هدف او مسٔولیت نه وي. که مېلمانه راځي، د ډوډۍ او خدمت څخه وروسته د له هغه څخه اجازه اخلي او خپل کارونه د وکړي، او مېلمه د له نورو مشرانو سره پریږدي چې مجلس وکړي.

۷- شاګرد باید د مضمون د موضوع په باره کې له نورو تعلیمي منابعو څخه هم په پوره ډول ګټه واخلي. مناسب یوتیوب لکچرونه ګټور ثابتېدلای شي، مګر د یوتیوب په صحیح والي څوک تکیه نشي کولای.

۸- شاګردان باید کوښښ وکړي چې ښه کتابونه د یوه مضمون په باره کې پیداکړي. ځینې کتابونه یوه موضوع په ښه او ساده ډول تشریح کوي.

۹- یوه سلسله کتابونه چې هغه ته د سوالونو د حل کتابونه وایي، ډېر ګټور دي. پدغه کتابونو کې په سلګونو سوالونه او د هغه ښه مکمل ځوابونه شته، او دغه کتابونه د هر مضمون په حصه کې شته او د هغه انګریزي نوم” Schaum’s Serie: Solved Problems” دی، او دغه کتابونه د هر شاګرد د پاره ډېر ضرور دي. دغه کتابونه په ارزانه بیه په پاکستان، هندوستان او ایران کې پیدا کیږي. نن ورځ د دغه کتابونو مجاني کاپۍ د انترنېټ له لارې هم لاسته راوړل کېدای شي. یو ځل بیا وایم چې ګران شاګردان باید ددغه کتابونو مجاني کاپۍ تر لاسه کړي او هغه ډېر ضروری دي.

۱۰- شاګردان باید د مضمون د پخوانيو امتحانو سوالونه وګوري او د هغه حل د استاد د حل سره مقایسه کړي. هغه شاګردان چې د مضمون د پخوانیو امتحانو سوالونه او ځوابونه نه ګوري او د هغو پرته د امتحان صحنې ته ځي، هغه شاګرد د یوه ړانده سړی په شان په لاره تګ کوي. شاګرد حق لري چې له استادانو څخه د امتحان پخواني سوالونه او ځوابونه وغواړي او شاګردان هغه حتمي او ضروري ترلاسه کړي.

۱۱- شاګردان باید د هر مضمون په حصه کې خپل شخصي نوټ هم ترتیب کړی وي او په هغه کې شاګرد ټولې مهمې موضوعګانې ښې واضح او تشریح کړیې وي. د امتحان د پاره له همغه نوټ څخه استفاده کول ډېره ګټه لري.

۱۲- شاګردان باید د یوه مضمون په ټولو برخو کې فعاله برخه واخلي او بدون د کوم عذر څخه غیرحاضري ونکړي او د درس په وخت کې د استاد هرې خبرې، تشریح او بدني حرکاتو ته ډېره توجه وکړي. تکړه او ځیرک شاګردان د استاد د درس ورکولو په وخت کې مهمې نقطې یاداښت کوي او په هغه ځان ښه پوهوي.

۱۳- که چېرې یو شاګرد د یوه استاد دفتر ته د کوم سوال د حل د پاره ورشي او هغه استاد ورته ووایي، چې وروسته راشه او زه فعلاً وخت نلرم، نو شاګرد باید دغسې فکر ونکړي چې استاد ماته نه ځواب راکړ او شاګرد بیا خپلو سوالونو ته ادامه ورکړي.

۱۴- که شاګرد له خپلو نمرو څخه راضی نوي، نو هغه باید د خپلو نمرو بیا کتنه وغواړي او دغه د شاګرد حق دی. شاګردان باید فکر ونکړي چې د مضمون استاد به له دوی څخه خفه شي او له دوی سره به دښمني وکړي، نه، داسې نده.

۱۵- شاګرد باید د امتحان په شپه پوره خوب وکړي، ښه د سهار چای وچکي، او لږ وختي د امتحان ځای ته ولاړ شي. خپل د ماشین حساب، قلمونه، لاسي ګړۍ او د هویت کارت له ځانه سره ولري.

۱۶- شاګرد باید له خپل ځانه سره هغه شی ونلري چې هغه په امتحان پورې اړه ولري او په هغه د نکل شک وشي.

۱۷- شاګرد باید د امتحان په وخت کې یوه طرف او بل طرف ته ونه ګوري او که څه شي ته ضرورت لري، نو د ممیز توجه د ځان ته د لاس په پورته کولو سره جلب کړي. شاګرد د رفع حاجت له پاره لاس پورته کړي او د خپل ضرورت د رفع کولو نه وروسته خپل امتحان ته دوام ورکړي.

۱۸- که یو شاګرد د زده کړې کوم خاص مشکل ولري، نو هغو ته په امتحان کې زیات وخت ورکول کیږي. شاګرد باید خپل مشکل شعبې ته مخکې ووایي، ترڅو هغه د حقایقو په رڼا کې تر امتحانه مخکې فیصله وکړي.

۱۹- که د یوه شاګرد په کورنۍ کې څوک د امتحان په وخت کې مړشي، یا پخپله شاګرد ته کومه مریضي او یا بل عذر پیداشي، نو شاګرد سمدلاسه باید د امتحان شعبې ته خبر ورکړي، تر څو چې د امتحان چانسونه له لاسه ورنکړي.

د پام وړ ټکي:

الف: شاګردان باید د خپل مسلک او کورس د انتخاب په برخه کې ډېر فکر وکړي. د مسلک انتخاب باید د واده له انتخابه کم ونه ګڼل شي او شاګردان باید د خپل مسلک د انتخاب په حصه کې لږ تر لږه دغه ۳ نقطو ته جدي پاملرنه وکړي:

۱- شاګرد باید د هغه مسلک سره علاقه ولري.

۲- شاګرد باید د هغه مسلک د ویلو استعداد ولري.

۳- شاګرد ته د هغه مسلک د خلاصولو وروسته باید کار پیدا شي.

ب – هغه شاګردان چې دلته په انګلستان کې له خپل پلار، مور، وروڼو او خوندو سره ژوند کوي، هغه ډېر خوشبخته دي، ځکه چه دوی له پخولو، مینځلو او پاکولو څخه خلاص دي. عاجزه مور یې هم ورته پخوي، هم ورته مینځي او هم ورته پاکوي. دوی د نازولو مېلمنو په شان پخپلو کورونو کې ژوند کوي. پلار او مور یې  شپه او ورځ زحمت کاږي، تر څو د خپلو اولادو د پاره د درس زمینه برابره کړي. ځینې شاګردان له دغه فرصت څخه ښه ګټه اخلي او خپل درس او خپل لمونځ او اودس کوي، چه همدغه شاګردان پلار، مور، وروڼو، خوندو، ولس او وطن په درد خوري. هغه شاګردان چې له دغې شرایطو څخه ناوړه ګټه اخلي، هغه له خپل ځان، خپلې کورنۍ، خپل وطن او خپلو دوستانو سره سخته جفاء کوي.

ج – زه له هغو ټولو ګرانو شاګردانو څخه چې په ګران افغانستان کې پدغه سختو شرایطو کې ښه تکړه درس وایي، د زړه له کومی مننه کوم او زه د دوی له حاله ښه خبر یم چې دوی د درس ویلو په څنګ کې نور کورني مسٔولیتونه هم لري، اما بیا هم دوی باید خپل درسونه په ښه شان سره ووایي، او دغه بدو شرایطو ته ځانونه تسلیم نکړي.

په پای کې زه دواړه لاسونه په ډېره عاجزۍ او درناوۍ د الله(ج) لوی او مهربان دربارته پورته کوم او د افغانستان او د ټولې نړۍ د پاره هغه صلحه غواړم چه الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. والسلام.

تر بلې لیکنې د الله(ج) په امان.

لیکوال : عبدالله