محمد نبي او راشد خان د بېګ باش اتم پړاو کې هم د خپلو لوبډلو په ګټه لوبیږي

افغان ال راونډر لوبغاړي محمد نبي په بیګ باش شل اوریزو کرکټ سیالیو کې یو ځل بیا د خپلې پخوانۍ مېلبورن رینیګډز لوبډلې سره د لوبېدو تړون لاسلیک کړ.

نبي د دې سیالیو په اوم پړاو کې هم د همدې لوبډلې په ګټه لوبېدلې وو، چې په ۷ لوبو کې د ۸۸ منډو جوړولو ترڅنګ ۸ ویکټې هم اخیستې وې.

ده د مېلبورن سټارز لوبډلې خلاف په یوه لوبه کې په ۳۰ بالونو ۵۲ منډې وکړې، چې خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله او لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

راشد خان هم د اتم پړاو په دې سیالیو کې د خپلې پخوانۍ ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې په ګټله لوبیږي.

راشد په تېر اووم پړاو کې د دې سیالیو تر ټول غوره توپ اچونکی وو.

ده په ۱۱ لوبو کې ۱۸ ویکټې اخیستې وې او په هر اور کې یې ۵،۶۵ کمې منډې ورکړې وې، چې تر ټول مخکښ توپ اچونکی وو.

ټاکل شوې د اسټرلیا بېګ باش شل اوریزو کرکټ سیالیو اتم پړاو د اتو لوبډلو ترمنځ د سږ کال ډسمبر میاشتې په اتلسمه نیټه پیل شي او د راتلونکې ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۷مه نیټه پاي ته رسیږي.

خبریال : نصرت الله عمرزی