محمد نبي بېګ باش لیګ کې وروستۍ لوبې پرېښودې

د «میلبورن رینیګیډز» مشر روزونکي ویلي چې محمد نبي د دوی لپاره تر ټولو ارزښتناکه لوبغاړی دی او د نوموړي نه شتون ورته ستره ضایع ده.

محمد نبي د افغانستان کرکټ بورډ په وینا د بیګ باش لیګ سیالۍ په اخره کې پریښودې، څو د ملي لوبډلې سره په هند کې ځای شي.

انډري میکډونلډ زیاته کړه: « نهیلي یو چې د محمد نبي په څېر ستر لوبغاړی مو په وروستیو او مهمو سیالیو کې له لاسه ورکړ، خو ویې ویل په نړیوالو قوانینو پوهیږي او دغه مهال ملي لوبډلې سره د محمد نبي یوځای کېدل تر ټولو اړین دي».

محمد نبي چې لوبډله یې دا مهال د بیګ باش لیګ په جدول کې په دریم نمبر ده او نیمه پایلوبې پړاو ته رسیدلې، خو په دغه سیالۍ کې به محمد نبي ګډون ونشي کړای.

محمد نبي د آلراونډر لوبغاړي په حیث لوبه کوله او تر دې مهاله یې په ۱۴ سیالیو کې د ۹ شپږیزو سره ۲۲۸ منډې جوړې کړي او ۸ ویکټې یې هم ترلاسه کړې دي.

د یادونې ده چې راشد خان او محمد نبي به ډير ژر د خپلې ملي لوبډلې سره په هند کې د تمریناتو لپاره یوځای شي تر څو د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو لپاره بشپړ چمتو والی ونیسي.