محمد نبي د شل اوریزو سیالیو الراونډرانو لېست کې لومړی مقام خپل کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو نوې درجه بندي اعلان کړې، چې محمد نبي په ۳۳۹ نمرو په کې لومړی مقام خپل کړی او ګلین مکسیویل په ۳۳۳ نمرو جدول کې دویم ځای لري.
همدارنګه محمد نبي د ۵۰ اوریزو سیالیو الرونډانو لېست کې بیا درېیم مقام لري او راشد خان پنځم مقام کې دی.