محمد نبي د لس اوریز لیګ په شلمه لوبه کې ښه وځلېد

د لس اوریز لیګ په شلمه لوبه کې محمد نبي عیسی خېل د خپلې بینګال ټایګرس لوبډلې لپاره ښه لوبه وکړه.

په دې لوبه کې سیندیز لوبډلې ټایګرس لوبډلې ته لس اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۳۵ منډو هدف ورکړ.

دوی ته سمیع الله شینواري ۴۴ او ډیوسیچ ۶۴ تر نورو زیاتې منډې وکړې.

ټایګرس ته محمد نبي ښه توپ اچونه وکړه؛ په دوه اورونو کې یې د ۲۰ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول، خو مجیب الرحمن په دوه اورونو کې د ۲۴ منډو په ورکولو سره په ویکټ اخیستو بریالی نه شو.

بنګال ټایګرس لوبډلې ته یاد هدف محمد نبي عیسی خېل د لوبې په وروستي بال پوره کړ او لوبه یې د ۷ ویکټو په شتون کې وګټله.

نبي په ۱۰ توپونو د یوې شپږیزې او درې څلوریزو په مرسته ۲۵ منډې وکړې او ناټ اوټ پاتې شو.

دوی ته جیسُن روی ۶۴ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د دې سیالیو په ۱۹مه لوبه کې نارترن واریورز لوبډلې کیرالا ته په ۸ ویکټو او په ۲۱مه لوبه کې پنجاب لیجینډز لوبډلې پښتون لوبډلې ته ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

په دې لیګ کې به نن ۴ بجې کیرالا لوبډله له بنګال ټایګرز سره ۶ بجې او ۱۵ دقیقې به راجپوټ له نارترن واریورز سره او ۸ نیمې بجې به سیندیز لوبډلې د ماراتا عربینز لوبډلې سره د سیالۍ د ډګر ته ووځي.

نصرت الله عمرزی