محمد نبي عیسی خېل د بېګ باش سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه په ښه توګه ترسره کړه

افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل د استرالیا په سترو سورداګریزو بي بي ایل یا بیګ باش سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه او د نورو لیګونو په څېر پکې ښه وځلید.

د دې سیالیو په درېمه لوبه کې د نبي اړوند میلبورن رینیګیډز لوبډلې پچه وګټله او هوبرت هریکیانز لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

هریکیانز لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوزیدو سره میلبورن لوبډلې ته د ۱۶۵ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې ډارسي شارټ او بین مکډرمټ ۳۴،۳۴ او الیکس ډولن ۲۶ تر نورو لوبغاړو زیاتې منډې وکړې.

د میلبورن لخوا توپ اچونه کې براوو ۵، ریچاردسن او بارد هوګ یو یو لوبغاړی وسوزواه.

محمد نبي عیسی خېل په دې لوبه کې ښه توپ اچونه وکړه په څلور اورونو کې یې ۲۵ تر نورو لوبغاړو کمې منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوزاوه.

میلبورن لوبډلې یاد هدف د درې لوبغاړو په زیان نولسم اور کې پوره او لوبه یې په ۷ ویکټو وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی براوو وټاکل شو.

د دې سیالیو په لړ کې به نن یوه بجه او لس دقیقې د راشد اړوند اډیلایډ سټرایکرز لوبډله د سیډني سکسرز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.

نصرت الله عمرزی