محمد نبي عیسی خېل د پاکستان پر وړاندې په بایللې لوبه خواشینی دی

د افغان کرکټ ملي لوبډلې تکړه الراونډر محمد نبي عیسی خېل له ملي تلوېزیون سره په یوه مرکه کې ویلي، چې په هغې لوبه ډېر پښېمانه او خفه شو، چې نړیوال پنځوس اوریز کرکټ جام کې یې د پاکستان خلاف وبایلله.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کرکټ ټولچاري او د نړۍ په کچه د شل اوریزو لوبو لومړي نمبر الراونډر محمدنبي عیسی خېل په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د نړیوال جام په ټولو لوبو کې د پاکستان خلاف په هغې لوبه ډېر خفه دی، چې ډېره حساس وخت کې یې وبایلله.

د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلو د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام ۳۶ مه لوبه د جون په ۲۹ مه نېټه د انګلستان په لیډز سیمه کې ترسره کړه.

دې لوبه کې افغانستان، پاکستان ته د نجیب الله ځدران او اصغر افغان د ۴۲ او ۴۲ منډو پرمټ د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۷ منډې کړې وې او پاکستان ته یې ۲۲۸ منډې هدف ورکړی و.

پاکستان د لوبې په وروستۍ برخه کې سخت ایسار و او په وروستي اوور کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۹ اعشاریه ۴ اورونوکې لوبه وګټله او افغانستان ته یې په ۳ وېکټو ماته ورکړه.

په هغې لوبه کې ګلبدین نایب په حساسو شېبو کې پاکستاني عماد وسیم ته ۴ فولټاس توپونه وکړل، چې هغه پرې څلوریزې ووهلې او لوبه پاکستان په خپل نوم کړه.

محمدنبي اوس په هغي لوبه خواشینې ښودلې.