چارواکي وايي، د عامې روغتیا وزارت رهبري او د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره د یو مجهز روغتون د جوړولو پر څرنګوالي خبرې کړې.
ښاغلي عیسی خېل ویلي، چې د دې روغتون په جوړېدو سره به د سرطاني ناروغانو درملنه دننه په هېواد کې ترسره کیږي.