محکمې د شارخ خان په وړاندې دوسيه ثبت کړه

په شارخ خان تور پور شوی، چې د ریس فلم د پرموشن پر مهال کوټه اورګاډي تم ځای کې د ګډوډۍ او بیروبار لامل شوی او هلته د تم ځای اړوند شتمني او وسایل زیانمن شوي دي.

سیمه کې محکمې ته د تم ځای یو مسول کس شکایت کړی او ویلي يې دي، چې شارخ خان ددې لامل شو، چې د هغه مینوال د تم ځای ټول وسایل خچ پچ کړي.

یاد کس ویکرم سینګ نومیږي او ویلي دي، کله چې شارخ خان یاد تم ځای ته راورسید، زیات خلک ورته راجمعه شوي وه. شارخ خان د اورګاډي په دروازه کې ودرید، خلک پرې ورټول شوه. هغه د خلکو مینځ ته څه ورواچول او د خلکو ټیل ماټیل نور هم زیات شو. همدا لامل و، چې د تم ځای ګڼ وسایل زیانمن شوه.

محکمې د شارخ په وړاندې دوسیه پرون شپه تیاره کړې او هغه يې د دولتي اموالو په وړاندې د بې پروايۍ په صورت کې په زیانمن کیدو؛ او د جریمي دسیسي په جوړولو تورن کړ.

محکمه اوس ددې قضیې په اړه نور شواهد راټولوي.

د یادونې ده، چې د ریس فلم د پرموشن پر مهال په همدغه تم ځای کې په یو سړي د ټیل ماټیل له امله ضعف راغی او مړ شو. نوموړی کس تم ځای ته د خپلې میرمن او ماشومانو د وړلو لپاره راغلې و. وروسته د قرباني شوي کس کورنۍ دا یوه تصادفي پیښه وبلله او شارخ خان يې وبښه.

ریس فلم د تیرې جنوري په ۲۵ مه خپور شو، چې پکې د شارخ خان برسیره، پاکستانۍ اداکارې ماهره خان او نوازالدین صدیقي هم کار کړی.

فلم په کور د ننه او بهر ګڼو خلکو ولیده او څه کم ۳۰۰ کروړو پیسې يې وګټلې.

باور کیده، چې فلم به پاکستان کې خپور شي، خو داسې ونشوه. د پاکستان دولت ددې فلم د خپرولو اجازه ورنه کړه او دلیل يې هم دا ښوده، چې د فلم محتوا د پاکستان د فلم لپاره د وضع شو اصولو سره برابره نه ده.