مديريت او اداره او د هغوى ترمنځ تفاوتونه

پوهنیار ذاکرالله ذاکر

مديريت (Management)

مديريت يا منجمنټ له درې انګليسي کليمو څخه جوړ دى Manage)) Men))، (Tact fully) چې معنا يې په داسې ډول ده: Manage : اداره کول، Men : افراد او Thoughtfully يا Tact fully : په ماهرانه ، تخنيکي او فکري ډول، نو  پس ويلاى شو چې په ماهرانه ډول د افرادو اداره کولو ته مديريت وايي.

مديريت په فرانسوي ژبه کې د لارښوونې څارنې او په لار اچونې په مانا دى. همدارنګه ويلاى شو مديريت په لغت كې د ادارې سمبالول، د كار چلونه او داسې نورې چارې چې په اداره کې اوسېږي او په اصطلاح كې د انسانانو د مادي ځواك يووالي د حد اقل لگښت په كم وخت كې شمېرلو ته ويل کېږي یا په بل عبارت د ادارې د اركانو تنظیم لكه: موخې، پلان، دندې او سرچېنو نه عبارت ده.

د مديريت اړوند د علماو نظريات

جيمز لنډي د مديريت په اند

د مديريت د اصولو له مخې پلانونو، د يو رنګوالي د رامنځته کولو، په حرکت راوستلو او هدف ته د رسېدلو په خاطر د نورو چارو څارنې اوپلټنې ته ويل کېږي.

هارولډ کونټز په اند

د مديريت څخه مقصد  داسې يو حالت رامنځته کول دي چې د هغې په وسيله بشري قوه په ګروپي شکل کې کار وکړي او په اسانۍ سره خپلو موخو ته ورسېږي.

 

فرانسوي اقتصاد پوه هينري فايول په اند

مديريت څخه مقصد پلانول ، منظم کول، حکم کول، مربوطول او کنترولول دي.

 

پيټر اف ډراکر (Peter F Dracker) په اند

( موثر مدیریت د ملتونو د پراختیا د اصلي سرچينو جز دى) همدارنګه دغه مدیریت په بالفعل باندې د بالقوې د واک ښکارندوۍ کوي هر څومره چې سازمان پیچلی وي په هماغه اندازه د مدیریت رول ستونزمن وي .

 

دمګنيسون (Maginson) ، موسلي (Mosley) او پيتري (Pitere) له نظره

مدیریت د پلان جوړونې، سازماندهي ، رهبري کول او کنترول پواسطه د سازمان موخو ته د رسېدلو په منظور د انساني ، مالي او فزيکي منابعو په کار اچولو ته وايي.

 

ادارهAdministration)

 

اداره له ټولنيز نظام او ځانګړو لارو له طرحې څخه عبارت دی چې په هغه كې يو شمير زيات خلك د يو لړ ټاكلو ، پيچلو او دقيقو دندو  د سرته رسولو په خاطر کار کوي  .

 

په بل عبارت! اداره د يو بل تر څنگه د خلكو د يو ځاى كولو پړاو دى  چې د كارونو د آسانتياو په خاطر او په كارونو كې مشخصو موخو ته رسيدلو لپاره چې په هغه  كې له بيلا بيلو سرچېنو نه په گټوره او اغيزمنه توگه كاراخيستل کېږي او په پايله كې د ښکيلو اړخونو قناعت او رضايت لاس ته راشي. همدارنګه ويلای شو د افرادو هغه ګروپ چې په ګډه د سالمې رهبرۍ لاندې په مشخص وخت کې د معلوم هدف لپاره کارکوي اداره بلل کېږي. اداره پاليسي جوړوي او مديريت هغه عملي کوي .

 

د ادارې (Administration) او مديريت (Management) د اصطلاحاتو تر منځ تفاوتونه:

 

په عام ډول سره اداره او مديريت اصطلاحات په يو مفهوم سره کارول کيږي خو ځینې پوهان په دې اند دي چې د ادارې او مدیریت د اصطلاحاتو ترمنځ ډېر زیات توپیر وجود لري او باید یو د بل پر ځای استعمال نشي .

 

اداره (Administration)

 

اداره د سازمان په لوړه کچه کې ځای لري او د تصمیم نیولو د برخې څخه عبارت ده.

اداره په لوړه کچه ادراکي مهارتونو ته اړتيا لري ځکه چې په سازمانونو کې د تصمیم نیونې د برخې نمایندګي کوي.

په اداره کې پریکړې تر ډېره بریده د عامه خلکو، د حکومت د پالیسیو، ټولنیزو او مذهبي فکتورونو پر اساس نیول کېږي.

اداره د پلان جوړونې او سازمان ورکونې فعالیتونه په غاړه لري نو اداره کې مونږ پلانونه د سازمان د اهدافو لپاره جوړو او سازمان دهۍ د سرچينو هم ترسره کوو.

د ادارې اصطلاح د یوه ارګان ټولې چارې په ځان کې رانغاړي.

په عمومي ډول د ادارې اصطلاح څخه په دولتي سکتور کې ډېره ګټه اخستل کېږي او د دولتي ادارو  لپاره استعماليداى شي.

اداره چيان په عمومي ډول د کاروبار څښتنان وي .

مديريت (Management)

 

مدیریت د سازمان په منځنۍ کچه کې ځای لري او د تطبیق کوونکې برخې څخه عبارت دی.

مدیریت بیا په لوړه کچه تخنيکي او انساني مهارتونو ته اړتيا لري .

پریکړې د مدیرانو د ارزښتونو، عقایدو او شخصي نظریاتو پر اساس نیول کېږي.

مدیریت بیا د کارکوونکو د تشویق او کنترول فعالیتونه په غاړه لري.

د مدیریت اصطلاح د ادارې د اصطلاح فرعي برخه تشکیلوي.

په عمومي ډول د مدیریت اصطلاح څخه په خصوصي سکتور کې ډېره کارول کېږي.

مديران په عمومي ډول ګمارل شوي وي، کوم چې د معاش په بدل کې دنده ترسره کوي.

خبره پر دې ځای پای ته نه رسیږي، د ځینو پوهانو له نظره بیا اداره او مدیریت یو د بل مترادف اصطلاحات دي او موږ کولائ شو چې دوۍ یو د بل پر ځای استعمال کړو. د دې  ډلې پوهانو له نظره دا ډېره ستونزمنه ده چې د دې دوه  اصطلاحاتو تر منځ دې کوم ځانګړی توپیر څوک پیدا کړاي شي.

 

یوازې هغه ښکاره توپیر چې موږ یې په ګوته کولاى شو هغه دادى چې د ادارې   (Administration)  اصطلاح په دولتي سکتور او د مدیریت (Management) اصطلاح بیا په خصوصي سکتور کې تر ډېره بریده کارول کېږي.

 

یو شی چې باید په یاد یې ولرو هغه دا دى چې د ادارې اصطلاح په دوه مفهومه ( سازمان / کارځای او پروسيس) او د مدیریت اصطلاح بیا یوازې په یوه مفهوم (پروسيس) کې کارول کېږي.

 

موږ کولاى شو چې دا دوه اصطلاحات د پروسیس په معنا یو د بل پر ځای وکارو. خو د مدیریت اصطلاح بیا د ادارې د اصطلاح په دوهم مفهوم (سازمان/ کارځای) کې نشو کارولی. د ادارې اصطلاح د استعمال دوه ډولونه (سازمان/ کارځای او پروسيس) په لاندې ډول دي :

 

د ادارې (Administration) اصطلاح د سازمان / کارځای په معنا:  کله چې موږ دا  اصطلاح د سازمان/ کارځای په مفهوم کارؤ د دې څخه موخه یوازې سازمان دى. د مثال په ډول : د افغانستان په دولتي ادارو کې فساد مخ پر کمېدو دى. په دې جمله کې د ادارې اصطلاح د سازمان/ کارځای په معنا کارول شوې ده.

د ادارې (Administration) اصطلاح د پروسیس په معنا: کله چې د ادارې اصطلاح د پروسیس په معنا کارو، د هغه څخه مو موخه د چارو مدیریت دى. د مثال په ډول د دولتي چارو اداره یو ستونزمن کار دى. په دې مثال کې د ادارې اصطلاح د پروسیس په معنا کارول شوې.

 

پوهنیار ذاکرالله ذاکر د کــونړ پوهنتون داقتصاد پوهنځي استاد دی.