مرحبا اختره!

د زړه لــه تلــــــــه درتـــــه وايــو مرحبـــا اختــــره

درســـره راوړه د ټــــپــــي زړونــــو دوا اخـتــــره

اختره مونږ دي يو ممنون چي دي هېر کړي نه يو

که ټـــــول جهـــــان کوي جفــا ته کړې وفـا اختره

غــمـــونــه ډېـــر دي خنداګاني رانه ته مه غــواړه

دا وار دي لمــانځـــو په سـلـګــو او په ژړا اختـــره

اختــــره څنــګه به مي هير شي د غزې مظلومان

چې شپـــه و ورځ يې په فريــاد او په غوغا اختره

هغه چي درست کهــول به يووړل د بارودو طوفان

هغه چي اوري پرې بمــــونــه بې پـــــروا اختـــره

يو ارګــــون نه دی چي د غـرب په اور کې وتپېدی

داسي مو ډېـــر شول ارمــانــونـه نيمه خوا اختره

يتيـــم ماشــوم نه په نکريځـــو نه جــامـو شو ارام

پر خـــــاورو پـــروت دی يادوي بابا بابا اختــــــره

چي لا تر څـــو به وي پر مــــوږ دا د غمونو باران

غـــم کې پيدا شوو غـم کې لوی غـم کې فنا اختره

كله به ختــــم شي ظلمـــونه وحشتــــونه پر مــــوږ

چي د سـکـــون او د آرام ســـا واخلـو بيــا اختره

اختـــره ستـــا په بركت چي نيكمـرغي هم راشي

نظــــام نيـــولي دي لاســـــونــــه په دعـــا اختـــره