مرستې شته؛ خو تر کوره یې د وړلو څوک نشته!

د ننګرهار هسکې مېنې جودرې کلی، چې اوس د شهیدانو په نوم هم یادیږي، ځایي خلکو سره یې د یو شمېر خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د سيمې مشران وايي، په دغه کلي کې داسې کورنۍ هم شتون لري، چې د تېر برید له امله یې سرپرست نه دی پاتې شوی او د شویو مرستو وړونکی نه لري.

نور حال یې زمونږ د همکار سفیر احمد سیال په دې راپور کې ګورو او اورو