مركه/ تكل/ نور ولي سعید شنیواری

مركه په څو ډوله ده؟  د كورسكي ژورنالستانو د پارچې تر ټولو غټ سرى سوال همدا وي، چې اكثرو نه يې ډولونه يا په شمار كې غلط وي يا په نومونو كې.

كوم رنګ او ډنګ دې خوښېږي؟ مين شوى يا جيګر پاره شوى يې كه نه يې؟ بېنډۍ دې ښه راځي كه ښويه كچالان؟ او مجلس دې شيرين دى خو وروستى پېغام دې څه دى؟ د محلي النسبه راډيوګانو د ټرټروګيانو فيوريټ پوښتنې وي چې هره خپرونه كې دې پزو كې ګوتې پرې وهي.

مركه داسې شى دى چې كلي كې يې خلك د خلكو په لوڼو هم كوي او چې دوه وزګارخېل سره مخ شي وايي راشه چې بېګا ته مركه وكړو. دې ډول ته يې په بله اصطلاح غورې- ټرې هم وايي، موږ هم چې وزګار وو دې شيانو كې مو ګوتې وهلې.

د واده په مركو كې اوس نو زموږ ښارونه، كه لږه يې وپړسوو نو اروپايي هېوادونه پرمختللي دي، كله كله داسې هم كېږي چې د نجلۍ كورنۍ د هلك پلار ته تليفون يا مركه وكړي چې دا زوى دې زما لور ته راكړه، دا كار كاكاګان، ماماګان، عمه ګانې، باباګان او نور امثالهم ډېر كوي. زما يو همصنفي غريب خداى دې يې هډونه په يخ لري، همداسې واده شو.

د هغه كيسه داسې وه چې له خارجه ورته نامزاده كالي رااستوي، نښې يې وركوي چې داسې يې واغونده، داسې يې وباسه او داسې داسې يې ومينځه…. بيا يې چې كله كله تليفوني يا سكايپ مركه اوږده شي ايسته ورته وايي د خره زويه چې اروپا ته راځې ځان به سم سړى كړې، ما به ګوره د طلا زلفو همزولو مخ ته نه شرموې….

ښه ورك يې كړه دا مركو پسې چې ډېر ګرځي دې ته مركچيان وايي، په كور كلي كې دا خلك معلوم وي، تاسې ورته سوټا ميران هم فرمايلى شئ، پيش نه ډېر ښه پشم خان جوړوي، ډېرى يې په كړوپه او غير ډينټ شده خوله خبرې نه شي كولى خو پخ پخ او خوراك كې ډېر تكړه وي. ګلاب خان ماما وايي، د طالبانو او حكومت تر منځ ناست مركچيان خو هسې خوشې خسيان دي، دوى نه د ايران اټومي مركچي ښه و، امريكا كې خو يې ګز بوته.

دلته خو داسې بد حال دى چې د واده د مركو والا كسانو ته نږدې شئ، سخت غوړ بوى به ترې ځي، دا د سپينو بريتونو لاندې ساحه يې تل رټه وي، د واسكټ او تخرګونو رنګ خو يې لا لونګين تور مايل اوښتى وي.

ځينې مركچيان د كولې په نوم يو رقم اوږدې خولۍ پسروي، دا له مزري يا بوڼ جوړېږي او كه رښتيا ووايم داسې كولې شته چې شل كاله يې هم د يو شمير مركچيانو په سر تېر كړي، خو په مينځلو يې څوك نه دي په عذاب كړي، دې خوليو د مركچيانو ګنجي سرونه ښايسته خام كړي دي خو د مركو سټايل يې ما منلى دى.

يو زوم كېدو والا سړى له مركې سره د نجلۍ كور ته تللى و، نو ممكنه اوښي يې ورته ويل، دلته په توشك كېنه، ده ورته ويل نه زما خپله ببره ده او د ملي ټلوېزيون يو با استعداده ژورناليست بيا د هوايي بريد قرباني كومې كورنۍ سره مركې ته استول شوى و، هلته يې د قرباني كورنۍ سرپرست ته ويلي وو، ستا نوم څه دى؟

–        ببر خان

–        ښه ډېر ښه، دا بريد كله وشو او څو كسان په كې دغه شو؟

ببرخان ورته په ژړا ويلي وو، چې څلور پنځه مې ماشومان، يوه مې ښځه او يوه بزه په كې مړه شوي.

ژورناليست ورته ويل ښه ډېر ښه، اوس به څه كوې؟

دا ((ښه ډېر ښه)) يې تكيه كلام و، ژور نالوست غريب ته دا تكيه كلام په بده واوښت، ايسته يې سړى راپره كړى و.

ژورنالستانو خوارانو ته دا د مركې په وخت ډېرې ستونزې راپورته كېږي، ښه مهم ځاى ته به ولاړ شي، وخت به يې په مياشتو پس اخستى وي، خو چې مركې ته كېني، يا په يې ريكارډر كې بېترۍ نه وي يا به يې وهلې وي، يا به ترې د داوود سلطانزوى غوندې يو خالي سرى سياستوال كامره، كاش و كباړ ايسته وغورځوي او داسې به يې راپره كړي لكه د كابل نيوز خبريال.

د طلوع نيوز بيا داسې خبريالان دي چې د مركې په وخت مركه كوونكي ته دا متل ډېر سترګو ته سترګوته كېږي چې كه غل نه تښتي مل دې ترې وتښتي.

كرزي صيب ته يو وخت د ازادۍ راډيو د دري او پښتو خبريالان ورغلل، دواړو مايكونه ورته نيولي وو، په اخره كې د دواړو مرنزونو (ثبتوونكي ماشينونه) د چا خبره شى لا ولاكه ثبت كړي وي.

يو خو لا نوى خبريال شوى او ارايشګاه ته يې د مركې لپاره لېږلى و، دى نو نر غوندې بې له كوم تماسه په يوه لوكسه ارايشګاه ورننوتى دى، هلته يې لكه چې ښه ارايش ورته كړى و، خو كيسه چې هر څه وه، تر اوسه يې نه يادوي.

په اول ځل ما هم يو چارواكي سره مركه وكړه، ما ويل كره اسناد لرم چې اداره كې دې لړل تپل روان دي، پزه يې غونجه شوه، اشاره يې وكړه چې ريكارډر بند كه، ما ويل ولاكه….

مركه يې په نه زړه وغځوله اخره كې يې ښه كړپېدلي نوټونه جيب كې راكېښودل، ما ويل دا دې نيا ته وركړه، چې دفتر ته راغلم هلكانو ويل ولې دې نه اخستې خداى دې خوار كه دلته خو دا شى مقدس رواج دى.

په ټلويزيوني بحثونو كې دې د مركې پر عين وخت د كاپوهانو ډنګه ډته له مرګي هېره شي، كله كله خو ولا دا ډول كركټ مېچونه خوند هم كوي، چې دا ژورناليست ورته په څوكۍ ناست وي نو لاسونو ته يې ګورئ چې يا به نوكان جنګوي يا به خاندي…

خو ځينې شاعران او جبار قهرمان دې شي ته ډېر خوشالېږي، د شاعرانو په كې زړه سپكېږي او قهرمان په اكثره بحثونو كې خپله د ماښامي ډوډۍ دا ډول هضموي…

په دې فسبوك كې يو د كارو چارپوه راسره بلد شو، هره ورځ به يې لينكونه را اچول چې ته خو دا زما مركه وګوره، مهم پواينټونه يې راته ووايه، بدبختي مې لا دا وه چې هره ورځ به يې رانه په كې امتحان هم اخيسته چې پلاني وخت كې مې څه وويل؟؟ نو د نواز شريف نه مې بدې راغى ايسته مې بلاك كړ،بیا یې راته تلیفون وکړ یو ساعت وکړنګېده، ویل یې ته هېڅ حوصله نه لرې، دا ولې؟