مري: چین دې فعالیتونه له بلوڅانو سره همغږي کړي، نه پاکستان سره

د بلوڅو بیلتون پالي وايي، چین دې خپل ټول سوداګریز فعالیتونه د بلوڅ قوم سره همغږي کړي، نه د پاکستاني حکومت سره.

ددوی یوه مشر حربیار مري په انګلستان کې د چین سفارت په مخ کې بي بي سي ته ویلي: «که چین د بلوچستان ګوادر بندر سره اړوندو پروژو ته همداسې دوام ورکړي “ستونزې راولاړېدی شي.»

حربیار مري په مشرۍ بیلتونپالو په دې اړوند انګلستان کې د چین سفارت مخې ته لاریون هم وکړ.

انګلستان کې د چین سفارت مخې ته بلوڅ لاریون کوونکي
انګلستان کې د چین سفارت مخې ته بلوڅ لاریون کوونکي

 

دغو لاریون کوونکو د ((چین – پاکستان اقتصادي دهلیز)) چې سي پېک (CPEC) بلل کېږي، پر ضد شعارونه ورکول.

بلوڅ مشر حربیار مري له دوی سره د نه همغږۍ له امله د چین سوداګریز فعالیت د “غله ” بولي.

دی زیاتوي: «چین له لسیزو راپدېخوا سیمه کې فعالیت کوي، خو بلوڅ قوم ته یې کومه ګټه نه ده رسېدلې او نه به هم د ګوادر بندر پروژې کومه ګټه ورسوي.»

باید وویل شي چې د سي پېک (“چین – پاکستان اقتصادي دهلیز”) پروژې موخه چې تېر کال د چین او پاکستان حکومت ترمنځ یې تړون لاسلیک شو، د بلوچستان ایالت ګوادر بندر د چین کاشغر سیمې سره د لویې لارې، اورګاډي پټلۍ او د غازو د نل لیکي په مټ نښلوي.