حکومت د کرونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي لپاره سږ کال د نوروز جشن او د سخي جنډې د پورته کولو مراسم لغوه اعلان کړي؛ خو تېره شپه د بلخ سیمه ییزو چارواکو د ولسمشر غني په امر د سخي جنډه د خلکو له حضوره پرته پورته کړه.
د روضې مسولین وايي، چې د جنډې د پورته کولو په غونډه کې یوازې د بلخ ولایت چارواکو، د روضې مسوولینو او د نوروز د چمتووالي د کمېټې غړو ګډون درلود.
د دوی په وینا د سخي جنډه د ماخوستن له لمانځه وروسته پورته شوې ده.
په مزارشریف کې د سخي جنډه هر کال د حمل په لومړۍ ورځ د زرګونو سیلانیانو په حضور کې پورته کېږي؛ خو سږ کال د کرونا ویروس له کبله حکومت له خلکو غوښتي چې په دې مراسمو کې ګډون ونه کړي.