مسئولـین: ننـګرهار کـې د تېر کال په پرتله سږ کال دتاوتریخوالي قضیې زیاتې شوي

دې ولایت کې د استناف څارنوالۍ مسئولین وایي، د تېر کال په پرتله سږ کال د ښځینه وو د تاوتریخوالي په قضیو کې زیاتوالی راغلی دی.

د ننګرهار د استناف څارنوالۍ رئیس عبدالولي هاشمي چې یوې ناستې ته یې د تېر کال معلومات وړاندې کول وویل، په تېر کال کې له دوی سره د تاوتریخوالي ۱۰۷ قضیې ثبت شوي او سږ کال یې شمېره ۱۴۷ ته لوړه شوي ده.

هاشمي وایي، عمده لامل یې د ښځینه و خرڅول، وهل ټکول، تحقیرول، د مخدره موادو کارونه او دې ته ورته نورې قضیې هم شاملې دي.