مسحه کول د اسلام له نظره

پوښتنه: ګرانه پلاره! د بوټانو يا د ځان د ټپي شوې برخې مسحه څنګه ترسره کېږي؟

ځواب: ګرانه زويه! څوک چې کله غواړي اودس وکړي، کولی شي، د بوټانو (په دې شرط چې ترښنګري پورې وي) په سر مسحه وکړي، خو باید له اغوستو څخه مخکې يې پښې پاکې مينځلې وي او پښې يې له بوټانو نه وي ايستلي، دغه کړنه (عمل)، د مسافر لپاره درې ورځې(۱) او د مقيم لپاره يوه ورځ جايزه ده.

د مسحې ماتېدونکي شيان هماغه د اوداسه ماتېدونکي څيزونه دي، که چيرې مسحه ماته شي نو بايد پښې بېرته له سره پريمنځل شي.

د ځان په هغه برخه چې ټپي يا ماته شوې وې مسحه جایزه ده او د پښو مسحې غوندې ده، يعنې د اوداسه به وخت کې ټپي يا مات ځای مسحه کړئ.

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی