مسلم یار د ګلبدین خبرې نا مناسبې وبللې

مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار ولسمشرۍ ته د نوماند  ګلبدین حکمتیار هغه خبرې نا مناسبې بللي، چې له یوه خصوصي تلوېزیون سره یې په مرکه کې د ازادۍ اتل غازي امان الله خان اتل نه وو بلل.

د حزب اسلامي  امیر او ولسمشرۍ ته نوماند ګلبدین حکمتیار له یوه خصوصي تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې غازي امان الله خان نه غازي دی او نه هم اتل.

د حکمتیار دا خبرې له سخت غبرګون سره مخ شوې، چې تازه د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار د مشرانو جرګې د مجلس په عمومي ناسته کې ویلي، شاه غازي امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ رښتينی ملي اتل و او د ميليونونو افغانانو په زړونو کې ځای لري.

د حزب اسلامي امیر حکمتیار په یاده مرکه کې د هېواد د امنیتي ځواکونو په اړه هم څرګندونې کړي او ویلي یې دي، ملي امنیتي ځواکونه د هېواد پالنې د روحیې پر بناء نه، بلکې د پیسو ګټلو او معاش په خاطر دنده  مخته وړ. چې د حکمتیار دې خبرو هم پراخ غبرګونونه را وپارول.