د روسيې پلازمېنې مسکو په ميټرو رېل گاډي په تمځای کې غبرگو چاودنو لږ تر لږه لس کسان وژلي او پنځوس نور يې ټپيان کړي دي.
د مسکو امنيتي مسوولين وايي، چاودنه تیره ورځ د موټرو ريل گاډي په تمځای کې شوې او گڼو کسانو ته يې مرگ ژوبله اړولې ده.
رويټرز خبري اژانس ليکلي، چې د مسکو په رېل گاډي تمځای کې مړي او ټپيان پراته دي او سيمې ته لسگونه امبولانسونه رسېدلي دي.
امنيتي مسوولين وايي، چې د چاودنو په اړه يې پلټنې پيل کړي او تر اوسه دا نه ده روښانه، چې کوم ډول مواد په کې کارول شوي دي.
په ټولنيزو رسنيو کې د پېښې ځای کې د وژل شوو او ټپيانو انځورو خپاره شوي دي.
له چاودنو وروسته د مسکو درې موټرو مرکزونه تړل شوي او خلکو ته د خوندي اوسېدو امر شوی دی.
د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوټين دغه چاودنه غندلې او اړوندو چارواکو ته يې امر کړی، چې پېښه د ترهگرۍ سربېره په هر اړخيزه توگه وڅاري.