دوشنبه , 29 اپریل 2024

مس عینک زون لوبډلې د آمو زون لوبډلې ته په ۲۷۵ منډو ماتې ورکړه

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې مس عینک زون لوبډلې د آمو زون لوبډلې ته په ۲۷۵ منډو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې مس عینک لوبډلې لومړي وار توپ وهنه کې ۳۱۳ منډې وکړې.

امو لوبډله لومړي وار توپ وهنه کې په ۱۸۵ منډو اوټ شوه.

مس عینک لوبډلې دویم وار توپ وهنه کې ۴۰۸ منډې وکړې او په دې سره یې امو لوبډلې ته د ۵۳۷ منډو هدف ورکړ.

د امو ټوله لوبډله دویم وار توپ وهنه کې په ۲۶۱ منډو وسوځېده او هدف یې پوره نه شو کړای.

شاهدالله مس عینک لوبډلې ته په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۲۲ او دویمه پاڼۍ کې یې ورته کې یې ورته ۱۸۹ منډې وکړې، چې ټولټال یې په دې لوبه کې ۳۱۱ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.