مشرانو جرګې د حکومت له لوري د پیسو نړیوال صندوق څخه د ۱۷ میلیارده افغانیو پور اخیستو غوښتنه تایید کړې

د ولسې جرګې د پریکړې خلاف مشرانو جرګې د حکومت هغه غوښتنه تایید کړې ده چې پر بنسټ به یې له نړیوال وجهي صندوق څخه ۱۷ میلیارده افغانۍ پور ترلاسه کړي. د مشرانو جرګې له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حکومت له یاد بانک څخه د دې پیسو د اخیستلو سند د تایید لپاره دغې جرګې ته لېږلی او یکشنبه تر بحث وروسته تایید شوی دی. خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، چې یاد پیسې به له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه ولګول شي؛ خو په ورته وخت کې یو شمیر سناتوران له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د دې او نورو مرسته شویو پیسو د مصرف په برخه کې اندېښنه ښودلې ده.