مشرانو جرګې د رایو په اکثریت د ۱۳۹۹ کال لپاره ملي بودیجه تائید کړه

مشرانو جرګې د رایو په اکثریت د ۱۳۹۹ کال د بودیجې هغه سند چې ۱۶ ورځې وړاندې ور استول شوی و؛ نن سه شنبه په عمومي غونډه کې سناتورانو ته وړاندې شو او په اکثریت رایو یې تائید کړ.

د یادې جرګې د اقتصادي کمېسیون مشر عظیم قویاش د غونډې په ترڅ کې وویل: مالیې وزارت موږ ته وعده راکړې چې د سناتورانو کوچنۍ او د تطبیق وړ پروژې به د راتلونکي کال په مالي بودیجه کې ځای کړي.

یو شمېر سناتوران بیا نیوکې کوي، چې یاد وزارت د نوي کال په بودیجه کې د دوی نظریات نه دي ځای په ځای کړي.

معلم لالا ګل په دې اړه وايي، د مالیې وزارت د سناتورانو نظر ته اهمیت نه ورکوي او تېر کال د دوی هیڅ وړاندیز په پام کې نه دی نیول شوی.

د مشران جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزد یار هم وايي چې په بودیجه کې د پروژو لپاره توازن په پام کې نه دی نیول شوی او اوس د موازي ادارو رامنځته کول د بودیجې په برخه کې لویه ستونزه ده.

خو له دې نیوکو سره سره د مشرانو جرګې مشر د رایو په اکثریت د راتلونکي مالي کال د بودیجې سند منظور شوی اعلان کړ

د قانون له مخې مشرانو جرګه یوازې د بودیجې سند د تایید حق لري او ولسي جرګه یې بیا د تصویب او رد صلاحیتونه لري.

دا سند به د مشرانو جرګې له تایید وروسته ولسي جرګې ته د تصویب لپاره استول کېږي