مشفق الرحیم خپل بېټ نېلام ته وړاندې کوي

د بنګله دېش د کرکټ لوبډلې پیاوړي لوبغاړي مشفق الرحیم ویلي چې خپل بېټ نیلام ته وړاندې کوي، ترڅو یې وپلوري او پېسې یې د کرونا ویروس ځپلو ته ورکوي.

د بنګله دېش کرکټ لوبډلې توپ وهونکی مشفق الرحیم خپل هغه بېټ نیلاموي، چې د سریلانکا پر وړاندې ټېسټ لوبه کې یې پرې دوه غبرګې سلیزې وهلې وې. هغه د بنګال ورځپاڼې ته ویلي چې دی غواړي د بېټ د پلور پېسې د کرونا ځپلو ته وقف کړي. مشفق الرحیم دا اقدام وروسته له هغې وکړ، چې د بنګله دېش پیاوړي کرکټ الراونډر شکېب الحسن په خپلو کرکټ لوبغاړو غږ وکړ، چې د مرستې په خاطر خپل لباسونه، بېټونه او نور ورزشي وسایل لیلام ته وړاندې کړي. له دې وړاندې د انګلستان د کرکټ لوبډلې چټک توپ وهونکي جاس بټلر خپل کمیس یا شرټ پلورلی و او پېسې یې کرونا ځپلو ته ورکړې وې.