مشفق: اوس وخت کې افغانستان د هند په شمول د هیوادونو مرستو ته اړتیا لري

په کابل کې د هند سفیر وايي هېواد یې له افغانانو سره په خپلو پښو د درېدو په موخه همکاریو ته دوام ورکوي.

منپرېت وهرا دغه څرګندونې په کابل کې د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره د سلما بند د پرانستې په اړه د لیدنې پر مهال کړې دي.

د همدې موضوع په اړه زمونږ همکار ذبیح الله شینواري په ننګرهار کې د سیاسي مسایلو له څیړونکي استاد حاکم مشفق سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې د هندوستان مرسته له افغانستان سره څومره مهمه ده؟