مشهورې کوریوګرافرې ګیتا کپور هم واده وکړ؟

د بالي ووډ فلمونو مشهورې کوریوګرافرې ګیتا کپور په تندي د سور خال او سرو کالیو عکس په اړه د مینه والو تشویش ختم کړی او ورته يې لیکلي دي، چې هغې واده نه دی کړی او د واده په اړه يې خپاره شوي معلومات غلط دي.

نوموړې په یو ځانګړي پېغام کې دا خبره کړې ده، چې داسې هېڅ هم نشته. نوموړې اوسمهال د هند د یوې مشهورې نڅا خپرونې (سوپر ډانسر) داوره ده.

ګیتا کپور وايي، چې هر کله واده وکړم، نو له هیچا يې نه پټوم، هغه زیاتوي چې څو میاشتې وړاندې يې مور مړه شوې ده او په داسې وخت کې هغه واده نه شي کولی.

د یادولو وړ ده چې ګیتا کپور په خپل انسټاګرام اکاونټ یو عکس خپور کړی و، چې سره کالي يې په غاړه و او سور خال يې هم په تندي لګولی و، چې له هغه وروسته يې د واده اوازې خپرې شوې.

که څه هم هغې له خپل دې عکس سره دا هم لیکلي و چې د سوپر ډانس خپرونې لپاره يې ځان چمتو کړی دی، خو بیا هم د واده اوازې يې خپرې شوې. ګیتا کپور ۴۷ کاله عمر لري، خو تراوسه يې واده نه دی کړی.

کاپي…