د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار او تقاعد شوی پوځي بکرم جیت کنورپال د کورونا له امله په ۵۲ کلنۍ کې مړ شو.
هغه په ۲۰۰۲ کال کې د هند پوځ څخه تقاعد ترلاسه کړ او په ۲۰۰۳ کال کې يې په فلمونو کې کار شروع کړ، هغه له کوچنیوالي څخه د اداکارۍ سره مینه لرله.
بکرم جیت په ډېرو مشهورو فلمونو او سریالونو کې کار کړی و، چې پکې پيج ۳، اراکشن، پریم رتن دهن پایو، جب تک هی جان، ۲ سټیټس او نور ډېر شامل و.
د بکرم جیت کنورپال وروستی فلم “دي غازي اټېک” و، چې مرکزي کردارونه پکې رانا دګوبتي او تاپسي پنو لوبولي و.
د بکرم جیت په مړینه د بالي ووډ مشهورو اداکارانو غمرازي ښکاره کړې ده او دا يې د هندي سینما لپاره ضایع بللې ده.
کاپي…