مشوره او ګټې یې

د اندونو شریکول، د همکاریو د زیاتوالي او د نوښت د پنځېدو تر ټولو قوي او ښه لاره ده. د پیاوړو مدیرانو تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده چې د خپلو کارکوونکو خبرو ته په ډېر دقت غوږ نیسي. پیاوړي مدیران په دې اند دي چې که غواړی کاروبار مو پراختیا وکړي، نو د خپلو مامورینو خبرو او سپارښتنو ته ارزښت ورکړئ. مدیران باید د خپلو کارکوونکو لپاره داسې چاپېریال برابر کړي، څو دوی په ازاد ډول وکړای شي چې خپله نظریه وړاندې کړي. د دې لپاره چې فکري جرقه رامنځته شي او نوښت مو را ویښ شي، د ګډون کوونکو کسانو شمېر باید له اوو زیات او له څلورو کم نه وي. که یې شمېر له څلورو کم وي، دلته بیا د اندونو په شریکولو کې ستونزه پیدا کېږي، چې له لږو افکارو د یو څه ټاکل ستونزمن کېږي، خو که یې شمېر له اوو لوړ شي، بیاهم خبره ستونزمنه کېږي.‍    له جلسې څخه مو یوازینۍ موخه باید د ښو او پر ځای نظرونو ټاکل وي. هڅه وکړئ چې له ورکړل شویو نظرونو څخه هغه وټاکی چې د ټولو پرې سلا وي. ډېر ی وخت داسې کېږي چې د جلسې په وروستۍ برخه کې یو کس داسې نظر وړاندې کړي چې ټولو ته د منلو وړ وي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي