مصر: یوه قاضي د مرسي ۶۸۳ پلویان په اعدام محکوم کړل.

یوه مصري قاضي په ډله ئیزه  محکمه کې د اخوان المسلمین ډلې شپږ سوه درې اتیا پلویان چې پکې ددې ډلې مشر محمد بدیع هم شامل دی د اعدام په سزا محکوم کړل.

دا ټول محکوم وګړي د حکومت له لوري د پولیسو پر یوې پوستې د برید په تور نیول شوي وو.

هغه برید چې دغه ډله پرې تورنه شوې، د مصر په سوېل کې د کب په میاشت کې هغه مهال و شو، چې امنیتي ځواکونه د ښاغلي مرسي له دو ډلو اعتراض کوونکو پلویانو سره په نښته واوښتل.

د مارچ په میاشت کې هم ۵۲۹ کسان په همدې تور د مرګ په سزا محکوم شوی وو، چې د ۴۹۲ کسانو حکم یې لغو شو، او ډېر یې په عمري بند محکم شول.

د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له لورې د تورونو څېړلو او په چټکتیا سره د حکمونو صادرولو بهیر د نیوکو سره مخ شوی او په یوه را پور کې یې خپاره کړي چې په محکمه کې د تورنو کسانو مدافع وکیلانو ته د دفاع وخت ورنه کړای شو.