مطالعه او په ژوند يې اغېز

محمد حامد پتمل

د کابل پوهنتون د برق او الکترونیک څانګې استاد دی

دې وروستیو کې د اسټرالیا ملي پوهنتون او د نواډا امریکایي پوهنتون یوې څیړنې چې د زده کړې اغیز د ژوندانه په عایداتو د هغو کسانو په تفکیک چې ماشومتوب کې یې په کلیوالي یا ښاري سیمو کې ژوند کړی او د هغو کسانو تر منځ یې ارزولی چې په لس کلنۍ کې ډیرو یا لږو کتابو ته په کور کې لاسرسی درلودلی، دوی دا پیدا کړل چې ډیرو کتابونو ته په لاسرسۍ کې لویېدل، ان که ډیر یې ویلی هم نه وي، د زده کړو پایلې ښې کوي.

څیړنې دا ښوولې، هغه کسان چې د پوهنتون څخه د لیسانس تر کچې فارغ وي، خو له ماشومتوبه ډیرو لږو کتابو سره لوی شوی وي د سواد کچه یې له هغو کسانو سره چې ښوونځۍ یې په ۹ ټولګي کې پریښې خو کور کې له ډیرو کتابو سره لوی شوی برابره ده.

یوې څیړنې چې د ټولنیزو علومو په ژورنال کې خپره شوې د سواد کچې، حساب او آی ټي مهارتونو او د هغو کورنیو کتابونو شمېر تر منځ چې په ۱۶ کلنۍ کې ورته لاسرسی وي مستقیمه مثبته اړیکه پیدا کړې.

یادې څیړنې کې ښوول شوي، په منځنۍ توګه اسټرالیایان ۱۴۸ کتابونه په هر کور کې لري، مګر د ځواب ورکوونکو لویه برخه (۳۵ سلنه) یې یوازی ۶۵ کتابه درلودل. اسټونیایان، چې د نړۍ مخکښان دي، په منځنۍ توګه ۲۱۸ کتابونه او ۳۵ سلنه یې ۳۵۰ کتابه یا زیات درلودل. ناروې ۲۱۲، سویډن ۲۱۰ او د چک جمهوریت ۲۰۴ د انګریزۍ ژبو هیوادو څخه لکه انګلستان چې ۱۴۳ او د امریکا متحده ایالات ۱۱۴ کتابه درلودل شا ته کړي دي. ترکیه له ټولو یادو هیوادو ټیټه راغلې چې د ۲۷ کتابونو درلودونکی وه او ۶۰ سلنه کورنیو يې ویلي دوی یوازې ۵ کتابه درلودل.

د کتابونو ګټه تر ټولې نړۍ شاملیږي، بې له دې چې د شخص تعلیمي کچه، دنده، جنس، عمر یا هم د پلار او مور علمي کچه په نظر کې ونیول شي.

ځینو څیړنو په ځانګړې توګه د اقتصاد برخه کې ښوولې هغه ماشومان چې د کتابونو تر څنګ را لوییږي، تر ماشومتوب وروسته په ژوند کې په څرګند ډول لوړ عاید لاسته راوړي.

د څیړونکو د حیرانتیا لامل شوی وه کله یې چې له څیړنې پیدا کړل، هغو ماشومانو چې د ښوونځۍ سربیره تر لسو ډیرو کتابونو څخه په کور کې ګټه اخیستې وه (داسې کتابونه چې دوی یې ویلو ته اړ کړل شوي نه وه) د دوی د ژوند عاید یې ۲۱ سلنه لوړ کړی وه.

هغه عوامل چې په دې اړه د ډیریو ذهن ته لومړی ورځي لکه د پلرونو ښې دندې او موقفونه، یا هم د ژوند د نورو آسانتیاوو درلودل کوم توپیر راوستی نشي. تر ټولو عجبه خو دا وه، د هغو ګډونوالو تر منځ چې د نوې ځوانۍ وخت کې د ۵۰، ۱۰۰، یا ۲۰۰ کتابونو درلودل یې راپور ورکړی وو کوم څرګند توپیر نه لیدل کیده. راز په دې کې وه چې د ماشومانو لپاره هره شمیره کتابونه چې له لسو ډیر وي د دوی په راتلونکي ژوندانه مثبت اغیز لري.

دا په دې معنی نه ده چې هغه څوک به حتما تر ټولو لوړ معاش اخلي چې په ځوانۍ کې یې ډیره مطالعه کړې وي. خو دا ویلی شو هغه کسان چې ماشومتوب کې له کتابو سره لوی شوی وي، د ژوند کولو او نړۍ په هکله، د خلکو له تجربو څخه او له نوې ټکنالوژۍ سره د آشنایۍ ډیر چانسونه لري.

د اړوندې موضوع لپاره به جاپان د مثال په توګه راوړو. د جاپان د تولیداتو کیفیت ته ټوله نړۍ ګوته په غاښ دی. جاپان ډیر چټک پرمختګ کړی او اوس یو ستر صنعتی هیواد دی، خو دوی تر نولسمې پیړۍ تقریبا دری سوه کاله په انزوا کې پاتې وه. له نړۍ څخه په ساینس او تخنیک کې ډیر وروسته پاتې وه. اقتصاد یې ډیر کمزوری وه، خو کله چې له دې انزوا راووتل نو دوی غرب ته د رسیدو لپاره د ټولو علومو ډیر زیات شمیر کتابونه جاپانۍ ژبې ته و ژباړل او هیواد یې ډیر ژر د پرمختللیو هیوادونو په ډله کې ودراوه. د ډیرې کمې خاورې په درلودو ۲۰۱۹ کال کې له امریکا او چین وروسته دریم اقتصادي ځواک شمیرل کیږي.

ما جاپان کې دوه نیم کاله عمر تیر کړی، د جاپان خلک ډیر ځانګړي خواص لري. د دوی له ځانګړنو یوه دا ده چې له مطالعې سره بې سارې مینه لري. جاپانیان د نوښت او خلاقیت وړتیا نه لري، دا خبره دوی خپله ډیره کوي، ما له ډیرو جاپانیانو ان د هغوی د پوهنتون له استادانو اوریدلي چې جاپانیان نوښت نشی کوي. هغوی له نورو تقلید کوي خو په تقلید کې بیا ډیر زیار باسي. له خپلو وړتیاوو څخه د لا زیاتو زده کړو لپاره نه ستړی کیدونکی هلی ځلې کوي او خپل پوهاوی په ډیره لوړه کچه پورته وړي.

جاپانیان له مطالعې سره ډیره مینه لري. د دوی په پوهنتون کې ما هغه څه پیدا کړل چې زما تجربې سره یې ډیر زیات توپیر درلود، هغه داسې چې د پوهنتون هر استاد یې یو څیړنیز لابراتوار لري، لابراتور کې استاد له سهاره تر ماخستنه وي. محصلین په ځانګړي توګه د پوهنتون د دریم او څلورم صنف زده کړیالان د لکچر اخیستو وروسته لابراتوار ته ځي، ځینی یې بیا تر ماخستنه هلته وي. ځینو لابراتوارو کې لا د شپې د خوب لپاره تختونه هم شته، که د چا کار ډیر وي کولی شي لابراتوار کې شپه تیره کړي.

هغه وخت چې زه جاپان کې محصل وم، ماښامي به له پوهنتون څخه کورته تلم، په ریل کې به مو له کاره ستړي جاپانیان لیده چې ستړیا به یې له ورایه په څهرو کې ښکاریده، خو دوی به له ریل څخه داسی ګټه اخیسته لکه یو کتابتون چې وي، یوه لحظه به یې هم له مطالعې لاس نه اخیست.

جاپاني زده کړیالانو به تر هغو مضامینو چې پوهنتون کې نیول کیږي په علمي څیړنو ډیر زیار ویسته. هغوی د اسنادو تر لاسه کولو څخه د ځان پوهاوی ته ډیر ارزښت ورکوي. مونږ کولی شو د دوی د مطالعې علاقه د هغو کتابونو له شمیر څخه چې هر کال د دوی هیواد کې خپریږي معلومه کړو. په دې باره کې د ایران د کیهان ورځپاڼې په ۱۰۳۱۸ شمیرې کې راغلي: په جاپان او انګلستان کې هر کال د ۵۰ زرو شاوخوا نوي کتابونه خپریږي.

اوس که خپل هیواد ته وګورو نو مونږ په خپله ژبه ساینسي او تخنیکي کتابونه ډیر کم یا هم هیڅ نه لرو، او دا چې زمونږ ډیری خلک په پردیو ژبو پوره تسلط نه لري له ورځنیو علومو او پرمختګونو ډیر شاته پاتې یو. موږ هم کولی شو د خپل هیواد د پرمختګ او د خپلو ژبو د بډاینې لپاره ساینسي او تخنیکي کتابونه وژباړو ویې لیکو او خپلو خلکو مخې ته د نړۍ د ټولو علومو کتابونه کیږدو تر څو پوره استفاده ځني وکړي.

ډیر پرمختللي هیوادونه چې له تخنیکي پلوه نړۍ کې سرلاري دي د معنوي ارزښتونو د نه شتون له کبله ډیر ځوریږي. که مونږ له تخنیکي پلوه د خپلو اسلامي او معنوي ارزښتونو په شتون کې دغه وروسته والی او خلاوی را ډکې کړو نو مونږ به د نړۍ له مخکښو خلکو وشمیرل شو.