مطالعه د خوندونو نړۍ

ژباړه: وحيد الله بهرام

که چيرې د كوم کتاب لوستلو ته ليوال ياست نو مخکې لدې چې ځان ته بهانه جوړه کړى چې اوس يې لوستلو ته چمتو نه یم، یو ځل هغه راوخلی او د یو څو دقیقو لپاره یې ولولئ. یو وخت به ووینئ چې كتاب ځان جذب كړي ياست او تر پایه مو لوستی.
که مطالعه کول درته ستونزمن چار ښکاري او له توانه يې پورته بولى، نو باید هیڅكله هم داسې فکر ونکړی چې دا ټول کتابونه د هغو چینجيو او موږكانو لپاره ليكل شوي چې کتابونه خوري.

ځانګړې دنياګۍ

مطالعه یوازې د دې لپاره نده چې له موږ څخه د علم او تجربو زيرمې جوړې كړي، بلکه مطالعه موږ د نړۍ له ډول ډول خلکو سره اشنا کوي او له هغوی سره د لیدو لاره راته هواري. موږ د مطالعې لپاره کولای شو د نړۍ له لویو عالمانو سره وګورو چې پیړۍ پیړۍ وړاندې تير شوي دي، د هغوى د ماحول په هكله ترې وپوښتو، د ژوند له کړو وړو نه يې ځان خبر کړو او بالاخره نصحیتونو ته غوږ کیږدو… له همدې امله ويلاى شو مطالعه زموږ لپاره یوه ډيره په زړه پورې لوبه ده.
عجیبه ده، کله چې کتاب مخې ته ږدو د هغه مطالعه کولای شي موږ په ژړا کړي او له سترکو مو اوښکې وبهوي او یا هم کولای شي چې موږ دومره خوشحاله کړي چې په کړس کړس وخاندو. مطالعه کولای شي موږ له یوه ځای نه بل ځای ته ولیږدوي، کولای شي موږ له ځان سره د سمندر څنډو ته بوزي، او د سمندر د څپو د اواز نه په خوند اخیستو کې را سره مرسته وکړي… مطالعه کولای شي موږ د غره لوړې څوکې ته وخيژوي چې له هغه ځایه د نړۍ ننداره وکړو، د مطالعې له برکته کولای شو د نړۍ له بې وزلو ځان خبر کړو، د ظالمانو څیرې وپیژنو… د دې سفر ګټه دا ده چې هره لحظه کولی شو هغه ودروو او هر وخت مو چې زړه وغواړي پیل يې کړو. په مطالعه سره کولای شو عبادت وکړو او د الله (ج) رضا لاس ته راوړو.
مطالعه زموږ سره مرسته کوي تر څو ډيرې پيچلې مسئلې په آسانۍ سره وسپړو، کولی شو د بیلا بیلو هیوادونو له قوانينو څخه خبر شو، د نړۍ د مخترعیونو له فکر نه ځان خبر کړو او وپوهیږو چې دوی داسې یا هسې کول.
مطالعه کیدای شي زموږ لپاره د رازونو یوه نړۍ شي، داسې نړۍ چې په هغې کې له بیلا بیلو خلکو سره د زړه خواله وکړو، دوی ته اجازه ورکړو چې زموږ سره وغږیږې، په غمونو يې اوښکې تویی کړو، او په خوشحالیو کې يې را سره شریک کړو، د هغه څه له مخې چې دوی یې وایي کولای شو پخپلو زړونو او مغزونو کې ورته ځای ورکړو، کولای شو د خپلو ستونزو د حل لپاره ورنه مرسته وغواړو، او د دوی د تجربو نه ګټه پورته کړو.
كله چې په يوه ګوښه ځاٰ كې مطاله کوو نو هیڅ بمب او چاودنه نشي کولای زموږ نړۍ ونړوي، هیڅ هلیکوپتر، ټوپکوال، او بلواګر سرتیری نشي کولی چې زموږ فکر او مغز تر خپلې ولګې لاندې راولي، دوی شاید زموږ د چارچاپیر نړۍ د ویجاړولو هڅه وکړي، خو هیڅ کله هم نشي کولای چې زموږ خيالي نړۍ ته زیان ورسوي.
شاید د بیلا بیلو چاپیریالونو لکه مکتب، پوهنتون، کارځای، کورنۍ… د فشارونو زغمل درته ستونزمن شي خو د مطالعې له لارې کولای شی چې ځان د څه مودې لپاره ترې بیغمه کړی.

د مطالعې له لارې كولاى شې…..

د مطالعې لپاره ډول ډول مواد شتون لري لکه تفریحي، څیړنیز، روزنيز… خو موږ به كوم مطالعه كوو؟ زموږ پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم امر کړی چې باید د علم په لاس ته راوړلو كې حريص اوسو.
د علم یوه ستره نړۍ زموږ په انتظار کې ده تر څو هغه وسپړو او ترې ګټه پورته کړو، څومره چې مطالعه کوو، هغومره به پوهه ترلاسه کوو، که چېرې خپل سر ګریوان ته کوز کړو او فکر وکړو چې د اسلام په اړه څومره پوهه لرو، دا به راته جوته شي چې د اسلام په اړه ډیر کم معلومات لرو، د بیلګې په توګه:
•    په اسلامي تاریخ کې زیات څیزونه دي چې پرې نه پوهیږو، د اسلام تاریخ د داسې لوړ همته او زړورو انسانانو څخه ډک دى چې نړۍ يې سارې ندي ليدلي.
هوکې! اسلامي تاریخ د داسې کسانو نومونه ثبت کړي چې په ساینس کې يې اختراعات کړي او پخپلو اختراعاتو سره يې نړۍ ته بدلون ورکړ، داسې انسانان چې د علم په ډګر کې بېلګې وګرځېدل، مګر موږ د هغوی په اړه هیڅ معلومات هم نلرو، موږ باید د هغوی له ژوند نه زیات معلومات لاس ته راوړو او ترې زده کړو چې هغوی څه ډول ځان د علم او نسانیت لوړو پوړونو ته رسولي وه.
•    مطالعه زموږ سره د دین په خپراوي کې مرسته کوي، کله چې موږ غواړو نورو ته د اسلام ښکلاوې په ګوته کړو، نو بايد د هغوى دين، فكر او نظر وپيژنو، اسلام د هیڅ ایډیالوژۍ او عقیدې څخه نه ویریږي او له خپلو لارويانو څخه غواړې چې په نيكه توګه له نورو سره مباحثه وكړي
•    د بلنې اواز ټولو غوږونو ته ورسوئ، هغه بهترينه وسیله چې په اوسنۍ زمانه کې کولای شو د هغې په مرسته خپل مسؤلیت تر سره کړو لیکنه ده، چې نن هر څوك غواړي د هغې له لارې خپلو شخصي او ملي ګټو بلنه وكړي، خو مسلمانان ډیره کمه ګټه ترې اخلي، د لیکنې په مرسته کولای شو اسلام ته د بلنې غږ د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسو او پدې موخه کولای شو له انترنټ نه ښه ګټه واخلو.
•    مطالعه یوازې دا ګټه نلري چې د چارچاپیر نړۍ نه مو خبروي، بلکه زموږ سره زموږ په پرمختګ کې مرسته کوي، او کولای شو د خلکو هغو لیکنو ته وګورو چې زموږ لپاره يې لیکي او د لیکنې چل ترې زده کړو.

بیا نو مطالعه د وخت ضایع کول ندي

اوس موږ پوه شوو چې مطالعه د وخت ضياع نده او کولی شي موږ ته نوې مفکورې راکړي، زموږ ذهن ته وده ورکړي، کولی شي موږ د نویې نړۍ د حقیقتونو او خیالاتو څخه خبر کړي، د ښو کتابونو لوستنه کولی شي ارامتیا او هوساینه را په برخه کړي، کولی شي زموږ لپاره د دغه جنجالي نړۍ نه بهر د فکر کولو لاره هواره کړي، کولی شي موږ د دنیایی او اخروي کارونو لپاره چارج کړي.

مطالعه یعنې نیکمرغه ژوند

یو ټکی چې باید هیڅ وخت يې یاده ونباسی! د یوه مسلمان په توګه زموږ سپېڅلی کتاب قرانکریم په اقرا‌ء پیل شوی، بیا نو راځئ چې د خپلو دیني وړونو او خویندو سره مرسته وکړو، راځئ ولولو او له ځانه د اسلام ښه بلونکي جوړ کړو، راځی ولولو ترڅو له ځانه ښه شخصیتونه جوړ کړو.
د دې ټولو خبرو پر بنسټ ويلاى شو چې مطالعه یعنې نیکمرغه ژوند.