مطالعه د روح لپاره غذا ده

په عمومي توګه د زدکړې اوتعلیم ذرایع مدرسې اوښونځي دي، خلق هلته ترهغې لوست وکړي زده کړې وکړي چی لوی – لوی عالمان، پوهان او ادیبان شی پرته له دې چې دا مدرسه یا پوهنتون لوی اویا کمکی دی.

هو! ظاهرا همداسي معلومیږی چې فلاني په لویه مدرسه او یالوی پوهنتون کې زدکړې وکړې ځکه لوی عالم اوادیب شو.

خونه! داسمه خبره نده سمه اوصحیح خبره داده چې کله هم له انسان څخه لوی عالم اویا ادیب وغیره جوړیږي دا په زیاتو ویلو اولیکلو پورې اړه لري، داسې نده چې ده په کومه ستره مدرسه اویا ښونځي کې زدکړې کړي دي ځکه لوی عالم اویا لوی ادیب ترې جوړ شوی دی.

که داسي وي بیا بایده ول چ‌‌‌ې موږ د یوې مدرسې او یا یوه پوهنتون کسانو کې دعلمی کمښت او کمزور تیا توپیر نه وای لیدلاي خو نن دا توپیر موږ په سترګو وینو او دا زموږ ورځنۍ تجربه ده.

هو! دومره خبره ضرورده چې په لویه مدرسه او یا لوی پوهنتون کې زدکړه کول د ده په فکري پیاوړتیا باندې تاثیر غورځوي.

دلویانو د عظمت راز پدې کې دي چې کوم څه دوی ته په مدرسو او یا ښونځیو کې ورښودل کیږي په هغې باندې بسنه نه کوي بلکې پوره ـــ پوره مطالعه او کوښښ کوي تر څو خپلې پوهې ته پراختیا ورکړي او معلومات یې زیات شي.

کوم څه چې په مدرسو اویا ښونځیو کې زده کیږي دا د علم او پوهې ابتدا ده دا د علم او پوهې انتها نده، دغه پوهې ته ابتدایی پوهه ویلای شو، دا پوهه ستا دراتلونکي کمیابۍ اوبریالتوب لپاره دپاوړۍ حیثیت لري تاته ستا دراتلونکي طرز اوطریقه درښایي اودغه پوهه تاته هغه لار درښايي چې په خپل زیار او کوښښ سره په راتلونکی کې له تا څخه لوی سړی جوړ شي.

لویانو دغه راز پیژندلی اوکشف کړي دي، ځکه نو دوی هیڅ کله هم درسمي زدکړې څخه وروسته خپله زدکړه نه پریږدي، دوی پوره – پوره مطالعه کوي اوله دې لارې نه خپلې پوهې ته ځلا ورکوي او ځان تر اوچتو مرتبو رسوي، دوی پدې ویاړي چې ټول عمر یې په زده کړه کې تېر شي.

دمدرسې اوښونځي زدکړه که انتهایي زدکړه وای نو نن به په نړۍ کي دغه ټول کتابونه نه وای موجود، چې پر بېلا بېلو موضوعاتو او فنونو لیکل شوي دي.

دغه خبره نن موږ او تاسو بالمشاهده ګورو چې دمطالعي په برکت دانسان په پوه اوځان خبرۍ کې پرمختګ راځي، معلومات یې زیاتيږي.

په مخکيني دورکې داخبره منل شوي ده چې دمدرسو او ښونځیو د تعلیمي نصاب څخه علاوه خارجي مطالعه هم ډیر اهمیت لري او اوس هم دا یو منل شوی حقیقت دي چې هیڅکله ترې څوک انکار نشي کولای

په لومړیو کې دانسان ذهن دټيپ رکارډ په څير وي هغه څه چې تاپکې ثبت کړي وي هغه تري را وځي لیکن وروسته بیا په دواړو کې داسې توپیر راځې چي: ټیپ هغه غږونه او هغه څه چې تا پکې ثبت کړي وي هغه را نقل کوي خو ذهن بیا پراختیا پیدا کوي او هر څه زده کوي اوثبت کوي يې، ویدې شوي وړتیاوې ویښې کړي، د غور او فکر عادت پیدا کړي او کله هم چې څوک څه وایې نو نه یواځي هغه څه چې يې اوریدلي دي او یا کوم چا ویلي دي را نقل کړي بلکې ډیر داسې څه هم را نقل کوي، چې یواځي د ده دغور او فکر نتیجه وي.

په ننۍ نړۍ کې په مختلفو موضوعاتو باندې بېشمیره کتابونه او رسالې لیکل شوي او موجودې دي او هره ورځ څه نه څه نورې هم ور زیاتیږي داځکه چې د مطالعې سره مینه زیاته شويده.

له دي سره – سره چې مطالعه زموږ په علم کې زیادت راولي او روڼا پیدا کوي زموږ د ذهنې سکون او خوشالتیا لپاره یوه تر ټولو غوره اله هم ده.

روښتیا يې ویلي دي چي:

«مطالعه دروح لپاره غذا ده »

پدېکې شک هم نشته او دا خبره بالکل سمه ده او هیڅوک ترې انکارهم نشي کولی خو! د دغه غذا د انتخاب په برخه کې باید چې له پوره فکر، دقت او هوښیارۍ نه کار واخیستل شي.

څرنګه چې دجسمي روغتیا لپاره ناوړه اوبې کاره غذا تاوني او ضرر رسونکي ده، همدا شان مخکې له مخکې نه د روح لپاره دغذا په انتخاب کې دا خبره په نظر کې لرل ضروري دي، چې کومه غذا چې زه یې دروح لپاره انتخابه وم پدېکې دروح د روغتیا اجزا دي او که دروح لپاره نقصان رسونکي اجزا له ځانه سره لري.

دغه انتخاب کوم معمولي انتخاب ندی، دروحي غذا په سم انتخاب پورې زموږ د راتلونکي جوړښت او پرمختګ تړلی دی، څنګه چې دناوړه غذا استعمال جسم د ناروغی اومرض په لوري دعوتوي همدا شان دروح دغذا په ناسم انتخاب سره انساني روح ناسمې او کږې لارې ته انسان دعوتوي، له همدې امله د خپل روح لپاره د سالمې غذا په انتخابولو کې له پوره غور، دقت او زیرکتیا څخه کار اخیستل ضروري دي، د دواړو تر منځ یواځي دومره توپیر دی چې دیوه په ناسم انتخاب سره بدن ناروغیږي او د دوهم ناسم انتخاب د روح او ضمیر د ناروغۍ سبب کیږي چې دغه ناروغي دټولني لپاره ډیره خطرناکه ده.

عبدالصمد شاکر