مطالعه ستاسو ځواک او فطرتي وړتيا پياوړې کوي

نورالله سعيد

زما ګرانه وروره دکتابونو مطالعه د ذهني ماڼۍ دروازه خلاصوي دنصيحتونو اوعبرتونو ميوي درکوي،له حکمتونو سره مو آشنا کوي،ژبه کې مو فصاحت،بلاغت،او ادبي ښکلا رامنځته کوي،دفکر او سوچ ځواک مو پياوړى کوي،حقيقتونه روښانه کوي،اوشکونه له منځه وړي.

کتاب په يوازېتوب کې ښه ملکرى،زړه ته ډاډ ورکونکى او دناپوهۍ په تروږميو کې ځليدونکى څراغ دى.

هيڅ کتاب له ګټورو معلوماتو څخه بې برخې نه وي،هرو مرو په علمي او هر اړخيزو ګاڼو سينګار وي.

مطالعه پريښودل ژبه بندوي،طبيعت تنګوي،فکر خيره کوي او د پوهې کچه مړاوې کوي.

څومره چې معلومات تکراريږي،هومره کره کيږي،په زړه کې ځاى نيسي،او ښې پايلې په لاس درکوي.

د ملحدينو کتابونه مه ګوره،ځکه په هغو کې داسې ناوړه اوناسم عقايد ځاى په ځاى شوي وي چې زړه ته زيان رسوي،داسې زهر يې په شاتو کې کډ کړي وي،چې روح وژني اوداسې نظر يات پکې وي چې وجدان اوضمير له کاره باسي او ددې ټولو درملنه يوازې په وحي(قران اوسنت) سره شونې ده.

هو دمطالعې ګټې بې شماره دي،دکائناتو خالق ته ددعا لاسونه لپه کؤ،چې زمونږ هوډ تل ژوندى،ارادې مو پياوړې اوجذبې مو څپاند کړي.