مطالعه موځواک او فطرتي وړتيا پياوړې کوي!! 

نورالله سعيد

زما ګرانه وروره! دکتابونو مطالعه د ذهني ماڼۍ دروازه خلاصوي، د نصيحتونو اوعبرتونو مېوې درکوي، له حکمتونو سره مو آشنا کوي، ژبه کې مو فصاحت، بلاغتاو ادبي ښکلا رامنځته کوي، د فکر او سوچ ځواک مو پياوړى کوي، حقيقتونه روښانه کوي اوشکونه له منځه وړي.

کتاب په يوازېتوب کې ښه ملکرى، زړه ته ډاډ ورکونکى او د ناپوهۍ په تروږميو کې ځلېدونکى څراغ دى.

هيڅ کتاب له ګټورو معلوماتو څخه بې برخې نه وي، هرو مرو په علمي او هر اړخيزو ګاڼو سينګار وي.

مطالعه پرېښودل ژبه بندوي، طبيعت تنګوي، فکر خيره کوي او د پوهې کچه مړاوې کوي.

څومره چې معلومات تکراريږي، هومره کره کيږي، په زړه کې ځاى نيسي او ښې پايلې په لاس درکوي.

د ملحدينو کتابونه مه ګوره! ځکه په هغو کې داسې ناوړه او ناسم عقايد ځاى په ځاى شوي وي چې زړه ته زيان رسوي، داسې زهر يې په شاتو کې ګډ کړي وي چې روح وژني او داسې نظر يات پکې وي چې وجدان او ضمير له کاره باسي او  د دې ټولو درملنه يوازې په وحې(قران او سنت) سره شونې ده.

هو د مطالعې ګټې بې شماره دي، د کائناتو خالق ته  د دعا لاسونه لپه کوو چې زمونږ هوډ تل ژوندى، ارادې مو پياوړې او جذبې مو څپاندې کړي.