مطالعه مو د ژوند ملګرې وګرځوئ!

آیا تر اوسه خبر وی چې د نړۍ بریالي اشخاص خپل سهار په څه پيلوي؟ ددې راز د پوهیدلو لپاره د نړۍ ارواپوهان بریالي شوي او هغه راز دا دی چې بریالي اشخاص خپل سهار په مطالعه پيلوي. که فکر وشي مونږ مسلمانان هم دا عقیده لرو چې خپله ورځ د الهي په کلام په تلاوت سره پیل کړو او همدا د بریالي ژوند لاره ده.

نو مطالعه مو په خپل ځان کې د یو عادت په توګه وروزئ، له کتاب سره ستاسې ملګرتیا به تاسې ته ډېر څه در وبخښي، هر کله هڅه وکړئ د خپل وخت او وزګارې شېبې مو په مطالعه تېرې کړئ، که چېرې تاسې په کوم ځای کې د چا انتظار کوئ، ښه به وي چې د کتاب نړۍ ته مخه کړئ او خپله اروا د کتاب د معنویت په کنارو کې وګرځوئ. په مطالعه کولو ځان عادت کړئ! په شپه او ورځ کې هرو مرو څو ساعته مطالعه وکړئ او د خپلې ذهني نړۍ معلومات مو پیاوړي کړئ. مطالعه ستاسو په ټولنه کې ستاسو علمي لاسته راوړنې پیاوړې کوي او پر خلکو مو د یوهوښیار او باور وړ شخصیت په توګه مني. دا سفر پیلول اسانه دی، همدا نن یو کتاب پلورنځي ته ورشئ او کتاب واخلئ، یا همدا نن یو کتاب پلورنځي ته ورشئ او د خپلې مطالعې لپاره ترې کتاب په قرض واخلئ. یوې رسنۍ له یوه کتاب پلورنکي سره مرکه کړې وه او ترې پوښتنه یې کړې وه چې کوم اشخاص درنه ډیر او مهم کتابونه اخلي؟ د کتاب پلورنځي مسوول ځواب ورکړ چې هغه اشخاص ورڅخه ډیر او مهم کتابونه رانیسي «چې هدفمند ژوند یې غوره کړی». دې ته په کتو د امریکې مشهور لیکوال او د مشرۍ او بریالتوب په برخه کې وتلی ترینر جان سي ماکسوېل په خپل کتاب((مشري)) کې لیکلي چې هیڅ شخص بې موخې نه دی پیدا او هر شخص د یوې موخې لرونکی او پالونکی دی.

له هر کتاب لوستنې وروسته خپل ځان و ازمویئ، خپله به پوه شئ چې ستاسو په شخصیت او پوهه کې څومره بدلون راغلی او ستاسو د معلوماتو نړۍ څومره پراخه شوې ده.

په درنښت

محمد حامد حقمل