مطالعه ولې مهمه ده؟

زما شخصي تجربه داده چې کتاب لوستل انسان سيد لارې ته وربولي او له کږو لارو يې را ګرځوي، زه د خپل عمر هغه وخت په ياد لرم چې سواد مې زده وو خو مطالعه مې نکوله او هما غه وخت چې له نن سره پرتله کوم په ځان کې زيات توپير وينم دغه توپير چې د د تجربې او مطالې له برکته دی ماته مثبت ښکاري، البته د ځان په اړه پرېکړه سخت ده خو خدای وکړه چې همداسې وي.

زموږ د ټولنې يو ساري ناروغي داده چې کتاب نه لولو او له مطالعې سره مو بايکاټ کړی، د پښتنو لوی مشر خان عبدالغفان خان وايي: (( د پښتنو يوه ستونز داده چې په بې ګټې شيانو پيسې ورکوي خو په کتاب يې نه ورکوي))

اور هغه وخت تېز وي چې لرګي ور اچوو خو که لرګي يا نور سون توکي نه وي اور مړکيږي، په ايرو بدليږي او ايرې باد وړي. د انسان ماغز هم اور ته ورته دی، کله چې مطالعه کوو د مغز فعاليت مو زياتيږي او کله چې له کتاب لرې پاتې کيږي ماغزه سستيږي او ورو ورو په ايرو بدليږي.

بله خبره داده چې هر انسان ته د مور و پلار، ښوونکي او کتاب خبرې بلکل کره او سمې ښکاري، زموږ د نن ناخوالۍ د همدې درېيو سرچينو له کمزورۍ  زيږدلې، مور پلار خو دا غواړي چې اولاد يې په پوهه سمبال وي، خو ناوړه فرهنګ، بېوزلۍ، نا امنۍ … او ځينو نورو ستونزو يې مخه ډپ کړې ده.

ښوونکي په تېره د ښوونځي معلمان مو اکثره د شل دېرش کاله پخواني وخت د سېسټم او فکر کسان دي، يا که ځينې نوي هم ګمارل شوي ماغزه يې خاو دي، ددې پر ځای چې زده کوونکو ته يو څه ور وښيي هسې وخت وسره تېروي او په چل او دوکه روږدي دي، يا له سره د تدريس په اصولو او د اوسني وخت په غوښتنه نه پوهيږي.

د مور او پلار او دغه شان د ښوونکي رول کمرنګه دی، ټولنې ته سالم انسانان نشي وړاندې کولی او دا هغه ريښتيا دي چې هېڅوک سترګې نشې پرې پټولی. چې داسې ده نو د اصلاح وروستۍ درېيمه او تر ګردو اغېزمنه لار مطالعه ده. مطالعه مو ذهن آبادولی شي. خو ستونزه داده چې موږ مطالعه نه کوو او د مطالعې فرهنګ مو بيخي د شرم دی.

څه بايد وشي چې د مطالعې فرهنګ وغوړيږي؟

عبدالهادي پوپل