مطالعه څنګه، کله او چیرته وکړو؟

ليکوال: عبدالصمد شاکر

 

مطالعه یو داسې دوربین دی، چې په مټ یې انسان کولی شي د نړۍ هر ګوټ وګوري، مطالعه د پيلوټ په څیر ده، چې د طیارې په مټ په ټوله نړۍ کولی شي چکر ولګوي او نړۍ وګوري، همداسې کوم شخص چې مطالعه کوي کولای شي، چې د ګردې نړۍ چکر ووهي او د نړۍ د وګړو له زده کړو، تهذیب، تمدن، سیاست او اقتصادي اړخونو څخه ځان خبر کړي.

 

سورش ويلي دي: هغه مقرر چې پرته له مطالعې څخه تقریر کوي داسې دی لکه یو څوک چې په ژمي کې پتنګان الوزوي. دا خبره که څه هم هغه د مقرر په هکله ویل کړې ده؛ خو البته همدغه صورت د لیکوال لپاره هم کیدلی شي.

 

هندي لیکوال مولوي نورعالم خلیل لیکي: نن ورځ لیکوالان زیات او لوستونکي کم دي، چې له کبله یې په خلکو باندې د لیکنو اغیز هم کم او له منځه تللی دی؛ خو د دې لپاره، چې د لیکوال لیکنه په خلکو ښه اغیز وکړي باید، چې لیکوال د یوې صفحې د لیکلو لپاره سل صفحې مطالعه کړي.

 

یو بل هندوستاني لیکوال او پروفیسر عبدالمغني وایې: د مطالعې نه اصل مقصد د علم حصول او عمل لپاره د لارې لټول دي؛ ځکه کله چې په بوتل کې د ننه مشک وي؛ نو له سر خلاصولو وروسته حتمي ده، چې خوشبويي به ښندي، دا ډول کله چې د یو لیکوال مطالعه پراخه او هر اړخیزه وي؛ نو د هغه په لیکنه کې زور او اغیز هم وي او که خبره بالعکس وي؛ نو بیا د ليکوال په لیکنه کې کمزورې او بې خوندي وي.

 

د عربي ژبې یوه مشهوره معقوله ده: “د وخت تر ټولو غوره ملګری کتاب دی“ سورش یې بیا بل ډول اړوي او وایې: له کتاب پرته غوره ملګری نه لرم.

 

دا ډول یو بل مفکر ویلي: انساني شخصيت د ارتقاء تر اوچتو منزلونو پورې د رسولو لپاره تر ټولو غوره ذریعه د کتاب مطالعه ده. د علم د حصول او د معلوماتو د لاس ته راوړلو وسیله ده. او له یو نسل څخه بل نسل ته د علمي تجربو د نقل کولو او ذهن او فکر ته د پراختیا ورکولو يوازينۍ لار ده.

کاپي…