مطالعه

ژباړه: حسیب نورمل

که یو کتاب مطالعه کړې ښايي د کتاب له لوستلو سره د مینه پیدا شي.

که دوه کتابونه مطالعه کړې حتمي به د کتاب له لوستلو سره مینه پیدا کړې.

که دری کتابونه مطالعه کړې په فکرونه او سوچونو کې به ډوبېږې.

که څلور کتابونه مطالعه کړې په یوازېتوب که به له ځان سره خبرې کوې.

که پنځه کتابونه مطالعه کړې تور به سپین او سپین به تور وینې.

که شپږ کتابونه مطالعه کړې په ډېرو عقیدو او نظرونو به بې باوره شې.

که اووه کتابونه مطالعه کړې لږ لږ به نوي عقاید او نظرونه پیدا کړې.

که اته کتابونه مطالعه کړې بیا به د خپلو عقایدو په اړه له نورو سره بحث کوې او خپل نظرونه به ورسره شریکوې.

که نهه کتابونه مطالعه کړې په بحث کې به غوسه کېږې او شخړې به کوې.

که لس کتابونه مطالعه کړې زده به کړې چې باید له هغو خلکو سره باید هېڅ بحث ونه شي چې تر لسو کم کتابونه یې مطالعه کړي وي.

که سل کتابونه مطالعه نور به له هېچا سره بحث نه کوې په پټه خوله به خپل کارونه پرمخ بیایې.

که زر کتابونه کتابونه مطالعه کړې د هیچا خبرې او کړنې به تاثیر درباندې نه کوي، هوسا اوخوشاله به د خلکو ترڅنګ ژوند کوې، په ټولنه کې به یو مطرح، پوه او عالم شخص شې.