مطالعې ته د هڅېدنې لارې چارې

ژباړه: ظاهر عمار

ښه نو چې د کتاب لوستنې شوق دې مړ وي، څنګه کولای شې چې کتاب ولولې؟

ډېری خلک راڅخه پوښتي چې: څنګه کولای شم چې له دايمي کتاب لوستونکو شم، دا په داسې حال کې چې مطالعه خوند نه راکوي؟!

حقيقت دا دی چې د دې پوښتنې ځواب هومره هم اسانه نه دی لکه څومره چې ځينې خلک فکر کوي، له موږ سره داسې کومه جادويي تڼۍ نشته چې په کېکاږلو سره يې په يوه شېبه کې مطالعې ته وهڅوو؛ خو له دې سره سره دومره مغلقه مسئله هم نه ده چې حل ونه لري.

هو حل يې شته او هغه دا چې انسان په ځان کې د مطالعې ريښتينې اراده پيدا کړي، له دې سره کېدای شي دا لاندې لارښوونې هم ورته ګټورې ثابتې شي:

۱–  تر ټولو لومړی دا چې نفس دې مطالعې ته مه مجبوروه:

له دې خبرې نه مې موخه دا ده چې ازاده مطالعه وکړه، معنا دا چې هغه کتابونه ولوله چې له ښوونځي، پوهنتون او کاري مسؤوليت سره تړاو نه لري.

هو، دا قدم هغه تر ټولو مهم قدم دی چې د مطالعې نړۍ ته ورننوتونکي يې بايد پورته کړي، ځکه ازاده مطالعه په لومړي سر کې د خوند او بيا د ګټې لپاره ترسره کېږي او دا کار پر نفس د فشار راوستلو له لارې نه شي کېدای، ځکه که نفس په زوره مطالعې ته مجبور کړای شي، له ستړيا پرته به بل څه ترلاسه نه شي؛ نو زما لارښوونه درته دا ده: ولوله، ځکه ته غواړې چې ويې لولې، نه دا چې لوستلو ته يې مجبور يې!

۲– د مطالعې لپاره مناسب کتاب ځان ته وټاکه:

په شاو خوا کې مو مختلف خلک د مختلفو کتابونو له لوستلو خوند اخلي، هر يو يې بېله موضوع او د بېل ليکوال کتاب لولي. داسې يو کتاب نشته چې د ټولو د خوښې وړ وي، يا داسې يو ليکوال چې ټول پرې را ټول وي، ځکه ځینې خلک غواړي چې ادبي کتابونه ولولي، ځینې نور د فکري کتابونو مطالعه خوښوي، ځینې بيا داسې دي چې فلسفي کتابونه لولي، ځينې نور له دې سره مينه لري چې په ادبي ليکنو کې د دې او ځینې نور د هغې اديب ليکنې خوښوي او په همدې توګه هر څوک د خپلې خوښې کتاب لولي. له همدې امله نه ښايي چې له مطالعې بيخي لاس واخلې او دا پلمه وکړې چې: دا او هغه کتاب مې ولوست؛ خو خوند يې را نه کړ!

زه درته وايم چې دا پلمه دې بېځايه ده، ځکه په مختلفو موضوعاتو ډېری داسې ليکل شوي کتابونه شته چې ته ترې خوند اخيستی شې؛ نو لطفا ژر پرېکړه مه کوه او په دې لټه کې شه چې د خپلې خوښې موضوع او کتاب بيامومې.

يوه بله لاره هم درښایم او هغه دا چې له خلکو نه د غوره کتابونو په اړه پوښتنه وکړه، يا انټرنټ ته سر ورښکاره کړه او هغه ويبپاڼې وګوره چې د ښو کتابونو په پېژندنه کې مشهورې وي، ګوندې وي چې ښې لارښوونې درته وکړي او مطالعې ته دې وهڅوي.

۳-هغه هدف دې روښانه کړه چې له امله يې مطالعه کوې:

هر هغه کار چې انسان ترې يو واضح هدف ولري، د هغې د ترسره کولو ډېره تلوسه ورسره وي، له همدې هغه هدف روښانه کړه چې له امله يې مطالعه کوې او په ذهن کې دې هغه حالت انځور کړه چې د خپل هدف د ترلاسه کولو وروسته به يې ولرې.

پر دې باوري شه چې په کتابونو کې ډېرې ګټې دي او له تا سره په يوه او بل ډول د اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي؛ نو له همدې امله د تل لپاره د هغو کتابونو د پلټنې او ترلاسه کولو هڅه وکړه چې غوره او ستا له شخصيت سره مناسب وي، که څه هم چې د داسې کتابونو په ترلاسه کولو کې ستړی هم شې.

۴– د مطالعې پر مهال بيړه مه کوه:

د مطالعې لپاره دې وخت ځانګړی کړه او دې ته مه خپه کېږه چې ګوندې مطالعه دې ډېره ورو ده، په ځانګړې توګه هغه مهال چې ځان له نورو سره پرتله کوې، دا طبيعي خبره ده او د ورځو په تېرېدو به دې مطالعه چټګه او تشويش به دې لرې شي.

ته بايد د مطالعې نړۍ ته د ننوتلو په لومړيو ورځو کې ارامه او له توجه سره مله مطالعه وکړې او کله چې د ستړيا احساس وکړ؛ نو مطالعې ته دوام مه ورکوه، کتاب دې يوې خوا ته کېږده او د لنډ وخت لپاره يو بل کار وکړه چې فکر دې بدل شي او بيا بېرته کتاب را واخله او په همدې توګه مطالعې ته دوام ورکړه.

۵– په کتاب کې له نښو کولو مه وېرېږه:

کتاب د نازک ګل په څېر کومه ډالۍ نه ده چې په کې د نښو کولو له امله يې په لمنځه تلو ووېرېږې، بلکې کتاب د ګټې او پوهې يوه وسيله ده، له همدې امله د ځينو پاڼو د بيا بيا لوستلو لپاره په کې نښې وکړه، په همدې توګه د پاڼو د څلور خواوو په تشو ځايونو کې مهم ټکي په پنسل سره په نښه کړه.

د هغه څه په اړه چې ودې لوستل، خپل، احساسات، نظر او يادښتونه وليکه ترڅو په يوه ډول له هماغې کتاب سره په اړيکه کې پاتې شې؛ خو دا يادونه درته کوم چې دا کار بايد يواځې هغه مهال وکړې چې کتاب دې خپل وي!

۶– داسې حالت اختيار کړه چې ګوندې له کتاب سره مصروف يې:

ځان په کتاب په پرانيستلو روږدی کړه، که څه هم چې دا کار دې له وسې بهر وي، په دې سره به يو مهال د مطالعې نړۍ ته ډېر نږدې شې. هڅه وکړه چې کتاب پلورنځيو ته دې تګ راتګ ډېر وي ترڅو د نويو کتابونو په اړه باخبره واوسې او بيا ترې هغه غوره کړه چې له تا سره مناسب وي. هڅه وکړه چې د تل لپاره دې یو کتاب څنګ ته وي، په بکسه، موټر او کټ ته نږدې.

په هر ځای کې چې کتاب لاس ته درغی، پاڼې يې واړوه او پر محتوا يې ځان پوه کړه. له کتابه خپل داسې ملګری جوړه کړه چې په سفر او انتظار کې درسره وي، د وخت په تېريدو سره به له کتاب سره اړيکه ستا د خوی يوه برخه شي.

۷– د بيا لپاره در په زړه کړه چې له ازادې مطالعې نه دې هدف لومړی خوند او بیا ګټه ده:

مطالعه بايد له توجه او فکر سره مله وي، داسې نه چې یوازې يو ورځنی عادت وي ، ځکه دا ډول مطالعه يو وخت ضايع کوونکی او نفس ستړی کوونکی عمل دی او انسان له دا ډول مطالعې هېڅ ګټه نه شي ترلاسه کولای، له همدې امله ښايي چې له ټولو هغو شيانو ډډه وکړې چې مطالعه پر يوه بې فکره او بې هدفه کار بدلوي.

هڅه وکړه چې مطالعه ستا د خوښې موسم په څېر وي، له همدې امله د مطالعې لپاره دې يو ښکلی او ارام ماحول برابر کړه او ټول هغه څه په کې ځای پر ځای کړه چې اړتيا ورته لرې ترڅو له مطالعې خوند واخلې او د يوې ښې خاطرې په څېر دې په ذهن کې پاتې شي.

وروره او خورې! دا ځینې لومړنۍ لارښوونې وې چې د کلونو په تېرېدو مې يې مطالعې ته د خلکو د هڅولو اغېزې ليدلي؛ نو ته يې هم عملي کړه، ان شاء الله په لنډ وخت کې به مطالعې ته وهڅېږې.