معترضو ډلو ته د امنیتي ځواکونو ګوت څنډنه

 د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ټولو معترضو ټاکنیزو ډلو ته خبرداری ورکړی؛ چې د لاریونونو پرمهال د ګډوډیو له رامنځ ته کولو ډډه وکړي
د ګډو امنیتي ځواکونو له لوري په یوه اعلامیه کې چې د کورنیو چارو زورات پر فیسبوک پاڼه خپره شوې راغلي، چې د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې پر دولتي تاً سیساتو برید، غصب او ویجاړول یې او کاري چارو کې د خنډ رامنځ ته کول جرم او ملي خیانت بلل کیږي؛ نو په دې خاطر چې د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي معترضینو ته خبر داری ورکول کیږي، چې له دا ډول کړنو څخه په کلکه ډډه وکړي . په اعلامیه کې راغلي چې معترضې ټاکنیزې ډلې دې د اعتراضیه حرکتونو پر مهال د قانون په رڼا کې غونډې وکړي او د وسلو له ګرځولو عامه او دولتي شتمنیو ته له زیان رسولو دې ځان وساتي او د لاریون تر پیل مخکې دې د لاریون د وخت او ځای په اړه معلومات له امنیتي ځواکونو سره شریک کړي . امینتي ځواکونو ډاډ ورکړی چې دوی د هېوادوالو د مال او ځان په ساتنه مکلف دي هیڅ ډلې ته به د دې اجازه ور نه کړي، چې د ګډوډیو لامل وګرځي. دا په داسې حال کې ده چې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د ټاکنو کمېسیون له لوري د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان سره مخالفت وکړ او د موازي حکومت تر اعلان وروسته یې ځنې ولایتونو ته نوي والیان معرفي کړل، چې په دې لړ کې د یادې ډلې یو شمېر پلویان د دوشنبې په ورځ په بغلان ولایت کې د دې لپاره د ولایت ودانۍ ته ننوتل چې د عبدالله عبدالله له لوري ټاکل شوی والي پر څوکۍ کېنوي. معترضو ډلو ته د امنیتي ځواکونو ګوت څنډنه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ټولو معترضو ټاکنیزو ډلو ته خبرداری ورکړی؛ چې د لاریونونو پرمهال د ګډوډیو له رامنځ ته کولو ډډه وکړي.
د ګډو امنیتي ځواکونو له لوري په یوه اعلامیه کې چې د کورنیو چارو زورات پر فیسبوک پاڼه خپره شوې راغلي، چې د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې پر دولتي تاً سیساتو برید، غصب او ویجاړول یې او کاري چارو کې د خنډ رامنځ ته کول جرم او ملي خیانت بلل کیږي؛ نو په دې خاطر چې د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي معترضینو ته خبر داری ورکول کیږي، چې له دا ډول کړنو څخه په کلکه ډډه وکړي . په اعلامیه کې راغلي چې معترضې ټاکنیزې ډلې دې د اعتراضیه حرکتونو پر مهال د قانون په رڼا کې غونډې وکړي او د وسلو له ګرځولو عامه او دولتي شتمنیو ته له زیان رسولو دې ځان وساتي او د لاریون تر پیل مخکې دې د لاریون د وخت او ځای په اړه معلومات له امنیتي ځواکونو سره شریک کړي . امینتي ځواکونو ډاډ ورکړی چې دوی د هېوادوالو د مال او ځان په ساتنه مکلف دي هیڅ ډلې ته به د دې اجازه ور نه کړي، چې د ګډوډیو لامل وګرځي. دا په داسې حال کې ده چې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د ټاکنو کمېسیون له لوري د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان سره مخالفت وکړ او د موازي حکومت تر اعلان وروسته یې ځنې ولایتونو ته نوي والیان معرفي کړل، چې په دې لړ کې د یادې ډلې یو شمېر پلویان د دوشنبې په ورځ په بغلان ولایت کې د دې لپاره د ولایت ودانۍ ته ننوتل چې د عبدالله عبدالله له لوري ټاکل شوی والي پر څوکۍ کېنوي.