معلم او عالم

 

معلم او عالم دوه هغه کلمې دي، چې یو له بل لپاره ضروري او نه بېلیدونکې دي.یو معلم باید عالم وي او هر عالم که معلم نه وي باک یې نشته.

علم او پوهه ارزښتناکه سرمایه ده، خو له دې پوهې نه د تدریس په وخت کې ښه استفاده او پرځای استفاده کول د یوښه معلم کار دی.

په نړۍ کې ډېر عالمان تېر شوي دي، لکه: افلاطون، ارسطو، سقراط، سیدجماالدین افغان او داسې نور په سلهاوو. دوی ټول سره له دې، چې نامتو فیلسوفان او پوهان د نړۍ دي، خو ښه معلمین اولارښودان ورته نه شو ویلای.

همدارنګه په افغانستان کې ډېر پوهان او عالمان لرو، خو د وی ډولو ته معلمین او لارښوونکي نه شو ویلای.

د پیداګوژي او ارواپوهنې علم په رڼا کې هر عالم ته معلم او لارښوونکی نه شو ویلای او هر معلم عالم کیدای شي، خوهر عالم هېڅکله معلم کیدای نشي.

په ټولې نړۍ کې ارواپوهنه د یو اساسي مسلک په ډول په ټولو پوهنځیو کې تدریسیږي او مسلکي مضامین خو ځکه تدریسیږي، چې د هر پوهنځي فارغ التحصیل باید دزده کړي د لاس ته راوړلو سره سره یو ښه لارښوونکی د ټولنې هم وي.

نن چې په افغانستان کې د ډاکټرانو له سلوک او رویې نه ډېر خلک  شکایت کوي یا د پوهنتونونو ډېر استادان مو د علم او پوهې د درلودلو سره د یو ښه لارښود هېڅ ښه خصوصیات او ځانګړنې نه لري، دلیل یې روښانه دی، چې د ارواپوهنې مسلکي مضامین یې نه دي لوستي.

د لوړو زده کړو وزارت باید د افغانستان په ټولو پوهنځیو کې ارواپوهنې ته ځای ورکړي.

شاګردانو ته درس ورکول د یو ښه لارښود کار دی او ښه معلم باید د ډېرو ځانګړنو سره سره لاندې خصوصیات هم ولري:

۱: معلم باید د تدریس له یو ښه میتود نه استفاده وکړي او دی باید د تدریس له میتودونو نه باخبر وي، که چېرې دې مسلکي مضامین نه وي لوستي، دی هېڅکله د یو ښه میتود نه استفاده نشي کولای.

۲ : معلم باید له شاګردانو سره صمیمانه او دوستانه روابط ولري، تر څو چې شاګردان په زړوره توګه  د ستونزو د پیداکیدو په وخت کې له استاده سوال کولای وشي او استاد باید په ورین تندی ځواب ورکړي، معلم باید د شاګرد په سوال کولو له خپل شاګرد سره قصداو ضد ونه کړي.

۳ : معلم باید کوښښ وکړي، چې د خپلو شاګردانو اصلي نومونه زده کړي او په هماغه اصلي نوم ورته غږ وکړي، دلته د معلم او شاګرد تر منځ مینه او محبت پیداکېږي او د زده کړې پروسه ښه پرمخ ځي.

۴ : معلم باید د خپلو شاګردانو استعدادونه معلوم او باید په داسې شکل امتحان واخلي، چې حق حقدار ته ورسېږي.

د یو ښه معلم لپاره د پورته خصوصیاتوسربېره نورې ډېرې ځانګړنې هم مهم دي، چې باید یې ولري او د دغو ځانګړنو لپاره د ارواپوهنې علم او بیا مسلکي مضامین زده کول د هر هغه عالم لپاره مهم دی، چې د تدریس چارې پر غاړه لري.

پوهنيار سيد اصغر هاشمي