معیاری ګړدود، لیکدود

لیکوال :  شبیراحمد سلیمي

په معیاري ګړدود خورا ډېر بحثونه کېږي، چې د فرهنګیانو تر منځ یې یو لړ ستونزې رامنځته کړې دي. خو زه غواړم، یو څه سطحي خبرې د معیاري ګړدود په اړه وکړم. چې معیار د ګړدودنو  په برخه کې شته او کنه؟ د نړۍ هر ژبه په لسګونو بېلابېل ګړدودونه لري، چې د ویلو طرز یې له یو بل سره یا لږ یا هم ډېر توپیر لري. چې په ژبو کې د وینا بېلابېل طرزونه موږ د ګړدودنو  په نامه نومولی شو. نوې څېړنې دا هم وایي او په حقیقت کې همداسې ده، چې د هر انسان لهجه او د ویلو طرز له بل انسان سره توپیر لري، یعنې موږ په دومره ژوره توګه د ګړدودنو  وېش هم لرو، چې بیا ګړدودپوهنه دې ته خپلې ځانګړي نومونې او وېشنې لري. خو دا چې موږ بیا په معیاري ګړدود او لیکدود خبرې وکړو هغه بحثونو ته ښایي وخت پیدا نه شي.

زموږ د پورتنۍ خبرې په تایید سره چې د هر انسان ګړدود له بل انسان سره توپیر لري، نو څنګه به ممکنه وي چې موږ دې یو معیاري ګړدود ولرو؟ نو دا یو څه ناممکنه وبرېښده، چې موږ دې د ګړدودنو په برخه کې معیار ته ورسېږو. ځکه تر ډېره حده ناشونې ده، چې حتا د دوو کسانو ګړدود سره ورته کړو، دا خو بېخي ستونزمنه ده؛ چې د یوې سیمې د وګړیو ګړدود سره ورته او یو شان کړو. نو د معیاري ګړدود خبره یو څه ستونزمنه کېږي یعنې د نړۍ هېڅ ژبه هم د یوه معیاري ګړدود درلودنکې نه ده. او هېڅ داسې ژبه به په نړۍ کې پیدا نه کړو، چې یو واحد ګړدود دې ولري. ځکه په ژبو کې د دې ورته والیو منځته راوړل ډېر ستونزمن کار برېښي.

خو دا چې تل د معیار خبره کېږي، د ډېریو موخه دا نه ده، چې په ګړدودنو کې د معیار رامنځته شي. لدې معیار څخه موخه یوازې د لیکدود خبره ده. یعنې دا خبره رد شوه، چې موږ د معیاري ګړدود رامنځته کړو یا هم موږ د یو وخت د معیاري ګړدود خاوندان شو. خو که خبره د لیکدود شوه او لیکدود مو هم د ګړدود په مانا واخیست دا په دې مانا ده، چې په لوی لاس مو د ژبې وژنې ته لاره هواره کړه. که په ژبو کې د ګړدودنو په اساس لیکل وشي، بیا نو ژبې مري ځکه د وخت په تېرېدو سره له ګړدودنو څخه ژبې رامنځته کېږي، که لیکدود هم دا ډول وکارو موږ به د خپلې ژبې اصلي سرچینه له لاسه ورکړو او د خپلې ژبې وژنې لپاره موږ د زینې دستک جوړ کړي وي.

د واحد لیکدود خبره د نړۍ په اکثرو ژبو کې شته، د انګلیسي ژبه چې د نړۍ له پرمختللو ژبو څخه شمېرل کېږي، په لسګونه لهجې لري، خو لیکل یې یوازې په یوه واحد لیکدود چې ډېر کم توپیرونو پکې موجود دي، یعنې دا تر ډېره حده یو واحد لیکدود کاروي. هغه ژبې چې د واحد لیکدود درلودنکې وي، ډېری وخت واحد لیکدود ورسره د پرمختګ په برخه کې مرسته هم کړي ده.

اوس به راشو، د پښتو ژبې د لیکدو او ګړدود په ربړو به خبرې وکړو:

په پښتو ژبه کې ځینې لیکوال د دې دعوه کوي، چې موږ په پښتو ژبه کې معیاري ګړدود نه لرو. خو دا مطلق حکم دی، چې دا خبره هم تر ډېره حده ښایي سمه نه وي. د خبرو تقریبا یو ورته طرز لرو، چې تقریبا په دې طرز ډېری خلک ډېر ارام وي او د تلفظ او ویلو پر مهال ورته ستونزه نه وي. دا خبره هم سمه نه ده، چې موږ په پښتو ژبه کې یو معیاري یعنې مرکزي ګړدود لرو، معیار په ګړدودنو کې ډېر ستونزمن رامنځته کېږي. او په پښتو ژبه کې دا ډول مطلق حکم هم په خپله د ناسم والي چغې وهي.

بله خبره د لیکدود ده، په پښتو ژبه کې هم په دې خبره خورا ډېرې ستونزې رامنځته شوې دي او ځینې یې بېخي د مطلقو حکمونو دعوې کوي، چې د خپل ګړدود په اساس لیکل کوي. چې دا له علمي کچې ډېر ټیټ کار دی، ښایي په ژبو او دې علمي بحثونو پوه کسان دې کار ته لاس وانچوي. په پښتو کې د معیاري لیکدود په رامنځته کېدو کې ډېرې ستونزې شته، ځکه زموږ د ژبې ډېری کلمې څوک یو ډول څوک بل ډول لیکي، ځکه دلته د ګړدود بحث مطرح کېږي او د ګړدودنو  تر اغېز لاندې زموږ په لیکدود کې هم ځینې ستونزې رامنځته شوې دي. دا خبره له بل هر چا نه د پښتو ژبې لیکوالو ته ښه څرګنده ده. چې ګړدودنو  زموږ په لیکدود اغېز کړئ دی، چې موږ یې د بېلابېلو لیک طرزونو خاوندان کړي یو. دا سمه ده، چې مطلق معیار په پښتو ژبه کې نه لرو، خو دا بیا ښایي هېڅ کله سم او قانع کوونکی دلیل نه وي، چې موږ معیاري لیکدود نه لرو؛ نو ځکه زه په ګړدود لیکل کوم. کوم نصاب چې په ښوونځو کې تدریسېږي په کومه ګړدود چې د پوهنتونو او علمي مراکزو کتابونه، سندونه او خبرتیاوې خپرېږي، سمه ده چې یو واحد لیکدود به نه وي خو یو بل ته ښایي ډېر لنډ وي او که هر لیکوال راپاڅېږي په دې لیکدود لیکل کوي، نو دا حق باید نورو لیکوال ځانته ته ورنه کړي چې زه په ګړدود لیکل کوم. په ګړدودنو لیکل به د ژبې ريښې له منځه یوسي. او واحد لیکدود په دې اساس نه رامنځته کېږي، چې موږ یوازې ووایو چې واحد لیکدود نشته. که د قوانینو په اساس هم لیکدود ته پولې وټاکل شي، بیا هم ناممکنه ده، چې موږ د کم وخت کې دا لیکدود په هر ځای کې تطبیق کړو. د لیکدود تطبیق وخت غواړي او دا ښایي ناشونې وي چې موږ دې لیکدود د اصولو جوړولو او ستونزو له حل وروسته په کم وخت کې سم کړو. نو دا چې د اصولو او ځینو پرینسیپونو نه وروسته هم موږ ژر واحد لیکدود ته نه شو رسېدلی، نو دا به منطقي وي، چې له ځینو سطحي موادو یعنې دا سطحي لیکدود چې زموږ د ښوونځیو، پوهنتونو او نورو علمي مراکز نصاب پرې لیکل شوی وي او زده کوونکي مو ورسره عادت شوي دي، نو دا به سمه وي چې له همدې لیکدود څخه کار واخلو او د وخت په تېرېدو سره د یوه واحد لیکدود په توګه کار ترې واخلو. ځکه د وخت په تېرېدو سره دا کوم توپیرونه چې نن په پښتو لیکدودونو کې شته له منځه به لاړ ځي او په لیکدود کې د ځینو ګرامري قوانینو په تطبیق کې لیکنې اوس هم روانې دي ښایي نور هم پرمختګ وکړي او موږ به د واحد لیکدود څېښتن کړي.

که د پښتو لیکوال د واحد لیکدود د رامنځته کېدو تمه لري، نو په ګړدودنو  دې لیکل پرېږدي په هغه لیکدود دې لیکل وکړي چې اکثریت پښتو لیکوال پرې لیک کوي. د واحد لیکدود رامنځته کول د ژبو په پرمختګ کې رغنده رول لوبوي او زموږ ژبه به له مړه کېدو څخه وژغوري.