ملاله یوسفزۍ د ملګرو ملتونو له لوري په جوړېدونکي فلم کې کار کوي

پاکستانۍ مدني فعاله او د نوبل نړیوالې جایزې کم عمره ګټونکې ملاله یوسفزۍ Malala Yousafzai  د ملګرو ملتونو له لوري په جوړېدونکي فلم کې کار کوي. په دې فلم کې به پر ملاله یوسفزۍ او پر نوموتې امریکايي سندرغاړې بیونس Beyonce سربېره ګڼ نور مشهور هنرمندان کار وکړي.

لګرو ملتونو په خپله یوې خبرپاڼه کې په دې فلم کې ویلي دي: ((دا فلم به لیدونکي زموږ د ژوند هغو متحرکو شېبو ته بوځي، چې زموږ سیاره له کومو اشارو سره مخ ده او هغه مداخلې چې کولی شي په راتلونکو ۱۰ کلونو کې نړۍ بدلولی شي)).

 

د معلوماتو پر اساس، دا فلم به ۳۰ دقیقې وي او نوم به یې هم (Nations United: Urgent Solutions for Urgent Times) وي. دا فلم به د سپټمبر په ۱۹مه نېټه د ملګرو ملتونو د یوټيوب په چېنل باندې خپور شي.

په دې فلم کې به د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ، سندرغاړې بیونس، ډان چیډل Don Cheadle، مشیل یهو Michelle Yeoh او فوريسټ وایټيکر Forest Whitaker کار وکړي.

د ملګرو ملتونو د دغه فلم په اړه ځینې سرچینې دا هم وايي، چې په دې فلم کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریس António Guterres او د ملګرو ملتونو عمومي منشي آمنه محمد Amina Mohammed هم راڅرګند شي.

 

د ملګرو ملتونو د دغه فلم (Nations United: Urgent Solutions for Urgent Times) په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي، خو دا چې د سپټمبر په ۱۹مه نېټه خپرېږي، خلکو ته یو سطحي لنډ فلم ښکاري، چې کېدای شي په څو محدود صحنو به مشتمل وي.

 

د یادونې وړ ده، چې دا به لومړی ځل وي، چې ملاله یوسفزۍ به په یوه فلم کې کار وکړي، هغې تر دې مخکې خپلې زده کولې، چې څه وخت مخکې له پوهنتون فارغه شوه.

کاپي هنرستان…