چهارشنبه , 15 مې 2024

ملي امنیت سلاکار: افغان ډیپلوماتان د یوه ویاړلي او لوی ولس استازولي کوي

 ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، چې ډیپلوماتان د ستر مسئولیت لرونکي دي او باید خپله دنده په ښه او جدي ډول تر سره کړي. نوموړي په تهران کې د افغان سفارت له مشرتابه او ډیپلوماتانو سره په کتنه کې وویل، چې ډیپلوماتان د ویاړلي او لوی ولس استازولي کوي او دا استازولي باید په تر ټولو ښه ډول وشي. نوموړي زیاته کړه: ((د خپل ویاړلي ولس د ښودلو، د پر ځان بسیا افغانستان د رامنځته کولو او ښه سیاست کولو لپاره اړینه ده، چې لوی فکر وکړو او پر خپل توان باور ولرو.)) په تهران کې د افغانستان سفیر ښاغلي غفور لیوال ملي امنیت سلاکار ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د ورځنیو چارو او د ایران او افغانستان د اړیکو په اړه مالومات ورکړل. ده وویل، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په مختلفو اقتصادي، کلتوري او سوداګریزو برخو کې د لا ډېر کار او همکاریو شونتیا شته، چې اړینه ده ګټه ترې واخیستل شي. ملي امنیت سلاکار په پای کې له سفیر او ډیپلوماتانو مننه وکړه او هیله یې وښوده، چې د ورځنیو چارو په پایله کې یې په مختلفو برخو کې لا ډېر پرمختګونه وشي.