چهارشنبه , 15 مې 2024

ملي امنیت هغه کس نیولی چې غوښتل یې خپل ملګري ته ماینونه کیږدي

د ننګرهار ولایتي چارواکې وایي د ملي امنیت ځواکونو په بهسودو ولسوالۍ کې هغه کس نیولی چې خپل ملګري سره یې د ځمکې پرسر تر لفظي شخړي وروسته له مبایل سره عیار شوي ۴ کړۍ ماینونه د هغه د کور مخې ته ځای پرځای کړي .

د ننګرهار له رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي په خپل جرم اعتراف کړی او په ملي امنیت ریاست کې تر پوښتونو لاندې دی .